سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Home+آي پي اېل: ډهلي لوبډلې، چینای ته ماتې ورکړه

آي پي اېل: ډهلي لوبډلې، چینای ته ماتې ورکړه

تاند ( یک شنبه، د حمل ۲۲) د هند په سوداګریز لیګ (اى پي ايل) دوهمه لوبه  کې ډیلي کاپيټلز لوبډلې چینای سوپرکېنک ته په ۷ وېکټو ماتې ورکړه.

ډيلي کاپيټلز پچه وګټله او لومړى يې د چيناى سوپر کنګز ته د توپ وهنې بلنه ورکړه.

چيناى سوپر کنګز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٨٨ منډې وکړې.

سريش راينا ٥٤، معين علي ٣٦ تر نورو ډېرې منډې وکړې.

ډيلي کاپيټلز کريس ووکس او اويش خان ٢-٢، لوبغاړي وسوځول.

د ډيلي کاپيټلز لوبډلې په ۱۹ ام اور کې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو  ټاکل شوی هدف پوره او په لومړۍ لوبه کې يې د ٧ ويکټو په توپير بريا خپله کړه.

شيکر دهون ٨٥ منډې او پريتوي شاو بيا ٧٢ منډې ترلاسه کړې.

د چيناى سوپر کنګز له لوري شردل ټاکر ٢ او ډواين براوو ١ لوبغاړي وسوځول.

نن د آی پي ايل دريمه لوبه د سنرايزرز حېدراباد او کلکته نايټ رايډرز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

له سنرایزر حیداباد سره افغان لوبغاړي راشد خان، محمد نبي او مجيب الرحمن هم پکې لوبېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب