دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهحکومت د غزني په مرکز او ۱۸ ولسوالیو کې جامع جوماتونه جوړوي

حکومت د غزني په مرکز او ۱۸ ولسوالیو کې جامع جوماتونه جوړوي

تاند ( یکشنبه، د حمل ۲۱ ) د غزني ولایتي چارواکي وایي، د دې ولایت په مرکز او اتلس ولسوالیو کې به نږدې راتلونکي کې د جامع جوماتونو د جوړولو چارې پیل شي.

د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده وایي، تېره ورځ له مرکز کابل څخه یاد ولایت ته یو پلاوي سفر هم درلود چې په خبره یې د دغه جوماتونو د جوړولو لپاره زمینه برابره کړي.

د نوموړي په وینا، له کابله راغلي پلاوي په غزني کې له سیمه ییزو چارواکو سره د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي ادارې له روانو پروژو، په ځانګړي ډول په ښار او ۱۸ ولسوالیو کي د جوړېدونکو جوماتونو په اړه بحث او خبرې کړې دي.

جمعه زاده دغه راز زیاتوي چې د ليدني پر مهال په ولسوالیو کي د جوماتونو د جوړولو لړۍ پر چټکتیا ټینګار وشو.

د غزني ولایت مقام د معلوماتو له مخې، دغه جوماتونه به د ټولو ولسوالیو په مرکزونو کې د دولت په ځانګړې بودجه جوړ شي.

د غزني اوسیدونکي او دیني عالمان د حکومت له دې اقدامه سخت خوشاله دي او وایي، د حکومت دا ډول مثبتې کړنې کولای شي د حکومت او ولس ترمنځ واټن له منځه یوسي.

دوی له وسله والو طالبانو هم غواړي څو د دغه مسجدونو د جوړولو ترڅنګ د ټولو پراختیايي پروژو په جوړولو کې ورسره همکاري وکړي.

چارواکي وايي، د غزني په مرکز او ولسوالیو کې د جوړېدونکو یو شمېر جوماتونو کارونه هم شروع شوي دي.

دوی زیاتوي، په ځېنو نا امنه ولسوالیو کې وسلوال طالبان د دغو جوماتو د جوړولو مخه نیسي نو ځکه یې چارې ټکنۍ او یا هم ځنډېدلي دي.

خو وسله وال طالبان بیا وايي که له دغه جوماتونو څخه د سیاسي ګټې په توګه استفاده نه کيږي، دوی به یې د جوړېدو اجازه ورکړي.

د افغان حکومت له لوري د غزني په مرکز او ولسوالیو کې د یادو مسجدونو جوړول داسې مهال دي چې تر دې وړاندې هم د غزني په ګډون د هېواد په ډېرو هغو سیمو کې چې د وسله والو طالبانو تر واک لاندې دي ډیری جوماتونه جوړ شوي او یا بیرته رغول شوي دي.

خو ځینې یې بیا طالبانو په دې پلمه چې د دولت او یا هم نړۍ والو موسیساتو په پیسو جوړ کړل شوي نړولي او یا سوځولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب