دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد پکتیا اوسیدونکي د برېښنایي پېژندپاڼو د نورو مرکزونو جوړول غواړي

د پکتیا اوسیدونکي د برېښنایي پېژندپاڼو د نورو مرکزونو جوړول غواړي

تاند ( یکشنبه، د حمل ۲۱)  د پکتیا ولایت اوسیدونکي وایي، د برېښنایي پېژندپاڼو د مرکزونو له کمبود سره مخ دي او له حکومته غواړي څو دې برخه کې چټک اقدام وکړي.

دوی وایي چې حکومت دې د خلکو د اسانتیاوو په خاطر ددې ولایت په ولسوالیو کې هم د برښنايي پېژندپاڼو د ویش مرکزونه فعال کړي.

پکتیا کې د ښځو د حقونو مدافعین د پېژندپاڼو د ارزښت په باب د خلکو په ځانګړې ډول د ښځو د پوهاوي ټیټه کچه هم یوه ستونزه بولې او له اړوندو ادارو غوښتنه کوي چې دې په دې برخه کې دې خلکو ته هر اړخیز پوهاوی ورکړل شي.

د معلوماتو له مخې، تر اوسه په پکتیا کې د ښځو او نارینه وو لپاره د برېښنایي پېژندپاڼو د وېشلو یوازې یو-یو مرکز فعال شوی چې د یاد ولایت نفوس ته په کتو دې لړۍ خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.

ورته مهال د پکتیا ولایتي چارواکي هم په ولسوالیو کې د برښنايي پېژند پاڼو د مرکزونو د نشتون ستونزې مني، خو وايي، چې په دې اړه يې هڅې پیل کړي، تر څو په نږدې راتلونکې کې دا ډول مرکزونه په ولسوالیو کې هم فعال کړي.

د پکتیا مرستیال والي عبدالولي سهي وایي چې په نږدې وخت کې به د یاد ولایت څمکنیو، اریوب ځاځيو، زرمت او ځینو نورو ولسوالیو ته د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش د مرکزونو فعالیتونه وغځوي.

د پکتیا ولایت مقام د مالوماتو له مخې دې ولایت کې د برېښنایي پېژندپانو د وېشلو یوازې ۲ مرکزونه فعال دي چې یوه مرکز کې یې ښځینه کارکوونکې د ښځو لپاره په دې برخه کې د خدمتونو پر وړاندې کولو بوختې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د برېښنایي پېژندپانو د وېشلو لړۍ له پیله تر اوسه هم د هېواد په بېلابېلو برخو کې خلک، په دې پروسه کې د ځینو ستونزو او نیمګړتیاوو څخه شکایت کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب