سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Home+نویو خواله رسنیو د فیسبوک بازار سوړ کړی نه دی

نویو خواله رسنیو د فیسبوک بازار سوړ کړی نه دی

تاند- د پیو نظرپوښتونکې موسسې د تازه څېړنې پر اساس د ټیک ټاک، کلب هاوس او نورو خواله رسنیو د بازار له تودېدو سره سره د امریکا په متحدو ایالتونو کې د فیسبوک لیدونکي کم شوي نه دي.

د پیو موسسې په نظرپوښتنه کې، چې د اپریل په لومړیو کې یې کړې، ښودل شوې چې په امریکا کې په سلو کې ۶۷ فیسبوک او په سلو کې ۷۲ یوه بله ټولنیزه شبکه ګوري.

د دې نظرپوښتنې له مخې، که څه هم د فیسبوک لیدونکي زیات شوي هم نه دي خو د فیسبوک په وړاندې د ټیک ټاک په شان ځینې نورې سیالې ټولنیزې شبکې پیدا شوې دي.

د فیسبوک په سلو کې نژدې ۷۰ کاروونکي وايي، د ورځې یو وار او کابو ۴۹ سلنه نور وايي چې د ورځې څو واري دا شبکه ګوري.

په دې نظرپوښتنه کې ویل شوي چې په امریکا کې نژدې ۸۱ سلنه خلک له یوټیوب څخه کار اخلي.

په دې څېړنه کې ویل شوي چې تر ۳۰ کلونو کشران تر ډېره ټیک ټاک، سنپ چټ او اینسټاګرام ډېر کاروي. د دې سروې له مخې، ځوانان له یوټیوب او نورو شبکو چې ویدیوګانې خپروي، هم ډېر کار اخلي.

په سلو کې ۸۱ پوښتل شویو کسانو ویلي و چې یوټیوب کاروي خو په ۲۰۱۹ کې په سلو کې نژدې ۷۱ ویلي و چې له یوټیوبه کار اخلي.

دا لومړی ځل دی چې پیو موسسې د ټیک ټاک په اړه هم له خلکو پوښتنې کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب