سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeمقالېپه کایناتو کې د ځمکې اندازه

په کایناتو کې د ځمکې اندازه

لیکنه: ګل احمد احسان 

کاینات دومره لوی دي چې زموږ ځمکې پکې دومره ځای نیولی لکه په افغانستان کې چې د نخود دانه وغورځوې، دا یو ساده مثال و خو که په دې اړه مالومات وکړئ نو تاسې ته به مالومه شي چې زما خبره لاهم سمه نه ده بلکي په میلیونونو ځله لاهم کوچینۍ ده او تر دې يې هم لږ ځای نیولی وي. اوس تاسي فرض کړئ چې دومره ده لکه د نخود یوه دانه.

اوس نو راسئ چې د نخود په دانې کې څه حال دی!؟ 

یو ځای پرمختګ دی، بل ځای جګړې دي ځینو له ژوند خوند واخیست، ځیني له ژونده بېزاره دي.

څوک جګړه پېژنې لا نه خو د ځینو په سوله او ارام ژوند پسې ککرې خاوري سوې او د خپل بدن وینه يې توی کړه.

انسانان له دومره لوړې پوهې او علم درلودلو سره سره لا ولي نه پوهېږي، دوی لا ولې د یو بل په وژلو نه مړیږي، ترکله به جنګیږي؟

د ستر رب ستر ستر قدرتونو ته به کله پام کوو؟

دنیا امتحان دی، د عبادت ځای دی، د الله ج پېژندلو فرصت دی، د مور او پلار خدمت دی د پیغمبر مو اطاعت دی، نور څه غواړو؟ 

اوبه له سمندره پورته کیږي، پر لوړو او ژورو باندې اورې، نه ماشین سته نه لینونه، دې ته الهي قدرت وايي خو بیا هم د ځینو عقل ځان لوړ ښيي.

اکسین په اندازه دی، جنت په مرحله دی، دوږخ راڅه ګوښه دی خو که زموږ عمل شي سم.

ښه نو! په نخود کې څه کیسې دي؟

آټومونه تیاریږي، یوه ورځ به يې انسانان فیر کړي شته ژوندۍ ککرۍ به خاوري کړي، علم او پرمختګ څه ګټه وکړه؟

انسانان یو پر بل رحم نه لري، چې څومره يې وس وي ظلم کوي. دا نو کوم ډول علم دی.

نړۍ ټوله د بشر دوستۍ نارې وهي خو ایا یو ځای هم بشردوستي پالل سوې ده؟

مسلمان تر ټولو ښه دی خو اوس يې حال تاسي خپله وینئ؟ په هر کور او هر هیواد کې يې وژنې دي او ویني دي.

په ځمکه کې هره ورځ نوي څېړني کیږي، تخنیک په ډېري تېزۍ سره پرمختک کوي چې سړی ورته حیران سي، داسي اسانتیا به نه وي چي انسانانو دي نه وي رامنځته کړی.

د انسانانو په لاس کښېنول شوي نیالګي نړۍ پر سر اخیستې، اکسیجن يې دوه برابره ډېر کړی.

په هره لوړه ژوره کې يې لوی لوی ښارونه جوړ کړي، د برېښنا په مرسته يې ورځ پکې جوړه کړې.

که د انسانانو د ځيرکتیا او پرمختګ مثالونه ورکړو سلګونه کتابونه به يې ځایولو ته عاجزه سي خو متاسفانه جګړې ته يې د حل لاره نه ده پیداکړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب