دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد بشري حقونو کمیسون: ښکېل لوري دې تاوتریخوالي بس کړي

د بشري حقونو کمیسون: ښکېل لوري دې تاوتریخوالي بس کړي

تاند ( شنبه، د حمل ۲۰ ) په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمېسون یو ځل بیا هېواد کې د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه کړې ده.

دغې کمیسون نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې افغانستان کې یو ځل بیا جګړو زور اخیستی او دوی یې اندېښمن کړي دي.

اعلامیه کې راغلي چې په دې وروستیو کې په هېواد کې د جګړو لمن یو ځل بیا پراخه شوې او له امله د دواړو لوریو ترڅنګ ملکي وګړو ته هم سخته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه کمیسیون ویلي چې ښکېل اړخونه دې د هېوادوالو غوښتنې ته په درناوي د تلپاتې او عادلانه سولې ټینګښت لپاره تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږدي.

په افغانستان کې د تاوتریخوالي ډېروالي ته د بشري حقونو خپلواک کمیسون غبرګون داسې مهال دی چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې په ترکیه کې د افغان سولې په تړاو د ملګرو ملتونو تر څار لاندې یوه مهمه غونډه جوړه شي.

که څه هم د ترکیې د ناستې په اړه کره نېټه نه ده اعلان شوې خو یو شمېر سرچینې وایي چې ښایي دا ناسته د روانې حمل میاشتې په ۲۷ مه نېټه جوړه شي.

په دغه غونډه کې به د افغان حکومت، طالبانو سربیره د سیمې او نړۍ د هیوادونو استازي ګډون وکړي.

تمه کیږي د دې غونډې په پایله کې د جګړې ښکیل لوري یوه جوړجاړي ته ورسیږي او پر مټ یې په هیواد کې روان کړکیچ پای ته ورسېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب