Homeخبرونهیونان کې وسله والو کسانو، یو خبریال په ډزو وژلی

یونان کې وسله والو کسانو، یو خبریال په ډزو وژلی

تاند(شنبه، د حمل ۲۱) د یونان په پلازمېنه اتن کې ناپیژانده وسله والو د جنايي پېښو پر یوه خبریال ډزې کړې او وژلی یې دی.

د پولیسو په وینا، د ګیورګوس کارایواز په نامه دغه خبریال، چې له سټار تلویزیون سره یې کار کاوه او یو خبري بلاګ یې هم درلود، پرون د خپل کور مخې ته د دوو موټر سایکل سپرو له خوا په ډزو ووژل شو.

د یوې سیمه‌ییزې ورځپاڼې د راپور له مخې، ګاونډيانو د ډزو غږ نه دی اورېدلی، فکر کېږي چې نوموړی به د بې غږه تومانچې په وسیله وژل شوی وي.

د اروپايي ټولنې په یوه غړي هېواد کې د خبریال د وژل کېدو پېښې خلک حیران کړي دي.

تر اوسه د پېښې لامل مالوم نه دی، خو د ده پر بلاګ یو بیان خپور شوی او پکې ویل شوي چې نوموړی د خپلې دندې په خاطر وژل شوی دی.

د دې پېښې په تړاو تر اوسه کوم چا څه ویلي نه دي.

د یادونې ده چې وړاندې تر دې افغانستان کې ګڼ خبریالان ووژل شول خو دا لومړی ځل دی چې په اروپایي هیواد کې خبریال په نښه کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...