چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونههرات کې وروستۍ اورلګېدنې یو میلیون ډالر زیان اړولی

هرات کې وروستۍ اورلګېدنې یو میلیون ډالر زیان اړولی

تاند(شنبه، د حمل ۲۱) د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د ګازو په یوه زیرمتون کې رامنځته شوې اورلګېدنه کې لس ټانکرونه سوځېدلي دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد رسنیو ته ویلي چې په دې اورلګېدنه کې سوداګر زیانمن شوي دي خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

د هغه په خبره، اورلګېدنه تر درې ساعته وروسته د ۲۰۷ قول اردو د اوروژنې ډلې په همکارۍ کنټرول شوې ده.

نوموړي زیاته کړې چې دغه پېښه د کارکوونکو د ناپامۍ او بې احتیاطۍ له امله رامنځ ته شوې ده.

په همدې حال کې د هرات د مایع ګازو د ټولنې رییس ظاهرشاه توخي ویلي چې په دې پېښه کې د ګازو ۱۰ ټانکرونه سوځېدلي دي چې سوداګرو ته یې یو میلیون ډالر زیان اړولی دی.

د یادونې ده چې نن په هرات کې د ګازو په یوه زیرمتون کې اورلګېدنه رامنځته شوه.

د هرات ولایت مقام رسنیو ته وویل چې دغه پېښه د ګازو په یوه زېرمتون کې د کارکوونکو د ناپامۍ او بې احتیاطۍ له امله رامنځ ته شوې او په سیمه کې د اور وژنې ټیم په کار بوخت دی.

په سیمه کې عیني شاهدانو وویل چې له اورلګېدنې سره سم درنې چاودنې هم شوې دي چې تر لرې پرتو سیمو یې غږونه اورېدل شوې دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد د پېښې د تایید تر څنګ وویل چې لامل یې د دغه زیرمتونو د کارکوونکو بې احتیاطي ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب