Homeخبرونههرات کې اسلام کلا او تورغونډۍ ته عمومي لارې پرانستل شوې

هرات کې اسلام کلا او تورغونډۍ ته عمومي لارې پرانستل شوې

تاند(یکشنبه، د حمل ۲۲) د هرات ــ اسلام کلا او هرات ــ تورغونډۍ لارې تېره ورځ بېرته پرانیستل شوې.

دا لارې یوه اونۍ مخکې د اسلام کلا په ګمرک کې د اورلګېدنې په پایله کې د زیانمنو شویو کسانو د اعتصاب له امله تړل شوې وې.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد تېره ورځ رسنیو ته وویل، چې د هرات ــ اسلام کلا او هرات ــ کندهار ترمنځ غځېدلې لویې لارې بېرته پرانیستل شوې دي.

د نوموړي په وینا، د دغو لویو لارو فعالیت هرات ولایت ته د ولسي جرګې او مالیې وزارت د پلاوي تر سفر او د هرات ولایت د چارواکو تر خبرو وروسته پیل شو او اعتصاب پای ته ورسېد.

د والي ویاند زیاته کړې، چې اعتصاب‌کوونکو، چې د سلواغې د ۲۵مې په اورلګېدنه کې زیانمن شوي وو، د ور اوښتو زیانونو د جبران غوښتنه کوله.

د یادونې ده، چې د یاد اعتصاب له امله، په دغه ولایت کې د خوراکي او نورو توکو بیې لوړې شوې وې، چې د لارو له پرانیستل کېدو سره به عادي حالت ته را وګرځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...