جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهد ترکیې کنفرانس؛ د جګړې ښکیل لوري دې اوربند وکړي

د ترکیې کنفرانس؛ د جګړې ښکیل لوري دې اوربند وکړي

تاند (یکشنبه د حمل ۲۲) په داسې حال کې چې ټاکل شوې په روانه اپریل میاشت کې د افغان سولې په هکله په ترکیه کې یو کنفرانس جوړ شي او افغان کشالې ته یوه حل لاره ولټول شي د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون یو ځل بیا د جګړې له ښکیلو خواوو د اوربند غوښتنه کړې.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په یوه اعلامیه کې په افغانستان کې ملکي مرګ ژوبله د جدي اندېښنې وړ بللې ده او وايي چې په وروستیو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتو او هدفي بریدونو کې د ملکي مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.

په اعلامیه کې راغلي چې دواړه لوري همدا راز د ملکي تلفاتو په اړه د تحقیقاتو په برخه کې هم همکاري نه کوي او هڅه کوي ددې ډول پېښو پړه پر یو بل واچوي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د دوی موندنې ښيي چې د خوست په صبرۍ ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو د هاوان مرمۍ یوه ښځه او یو ماشوم وژلي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې دغه پېښه کې چې د حمل پر اوومه شوې، شپږ نور کسان ټپیان شوي.

دغه بنسټ یو ځل بیا د جګړې پر ښکېلو لورو غږ کړی دی چې د افغانانو خبرو ته دې غوږ شي، له جګړو دې لاس واخلي، تاوتریخوالی دې کم کړي او په هېواد کې دې د دایمي سولې او اوربند پر سر سره سلا شي.

په خوست کې امنیتي ځواکونو د ملکیانو د مرګ ژوبلې په هکله څه نه دي ویلي، خو په تېره میاشت کې یې د پوځي عملیاتو د ترسره کولو خبر ورکړی و.

بله خوا د ملي امنیت عمومي ریاست تېره اوونۍ ویلي و چې د خوست په صبریو، باک او ځاځي میدان ولسوالیو په عملیاتو کې د حقاني شبکې ځینې غړي وژل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب