چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهبلخ کې قهرجنو لاریون کوونکو د ښاروالۍ موټر ته اور اچولی

بلخ کې قهرجنو لاریون کوونکو د ښاروالۍ موټر ته اور اچولی

تاند (یکشنبه د حمل ۲۲) د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې یو شمېر لاسي پلورونکو د دغه ولایت د ښاروالۍ له خوا د هغوی وسایطو تر ټولولو وروسته په لاریون پيل وکړ او د ښاروالۍ یو موټر ته یې اور اچولی او د یو شمېر نورو یې شیشې ماتې کړي دي.

لاریون کوونکي وايي، هره ورځ د ښاروالۍ مامورین د هغوی د وسایلو په ټولولو سره د هغوی د کار خنډ ګرځېدلي دي او مخه یې نیسي.

په بلخ کې د عامه نظم د کنډک قوماندان سید بصیر موسوي ویلي چې لاریون مهار شوی او وضعیت د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دی.

د یادونې ده چې لاریون کوونکو وروسته له هغه د مزار ښاروالۍ پر ضد په لاریون لاس پورې کړ چې کله دې ښاروالۍ په مزار شریف ښار کې د منډوي سړک پاکولو په موخه لاسي کراچۍ او غرفې پورته کړلې.

د مزارښاروالۍ مسؤلین وایي چې دغه اقدام یې د ښار د پاکوالي په موخه کړی دی.

1 COMMENT

  1. په هر هېواد کې ښاریان خپل حقوق او وجایب لري . عامه سرکونه د نقلیه وسایلو د تګ راتګ لپاره جوړشوی دی ، پیاده رونه د پلې لارویو لپاره اختصاص شویدي . هېڅوک دا حق نه لري چې د نورو د تګ راتګ مانع وګرځي . که احیانا کوم څوک د خپل کور جوړولو لپاره او یا د کوم مقصد لپاره د لارې یوه برخه بندوي ، لومړی باید له ښاروالي نه اجازه وغواړي او دولت ته یوه معینه اندازه محصول ورکړي .
    دوکانونه د د سوداګري مالونو د خرڅلاو لپاره اختصاص شویدي . دکانداران هرکال دولت ته له همدې امله مالیه ورکوي . خو کراچيوانان د هغوی د کاروبار مزاحمت کوي .
    بنا د قوانینو له مخې څوک باید ځان ته دا اجازه ورنکړي چې په لویو لارو کې کراچۍ او غرفې ودروي او د خلکو د تګ راتګ او یا دکاندارانو ته د مزاحمت سبب شي .
    ښاروالي او د عامه نظم منسوبین باید پلې لارې او سرکونه د عابرینو پرمخ له هرډول خنډونو نه پاک کړي . متخلفینو ته د قانون له مخې جزا ورکړي .
    که ښاریانو ته د روزي پیداکولو بله لار نه وي ، ښاروالي او دولت دې پرچون خرڅوونکو ته د ښار یو څو کوڅې اختصاص کړي چې هره میاشت لږه مالیه دولت ته ورکړي او په مقابل کې هلته بیا نقلیه وسایلو ته د تګ راتګ اجازه نه وي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب