ژباړن: فضل الحق نوری وردګ
د انسانانو تر منځ ډير ښکاره او روښانه بېلوالی د هغوی د بدن په ځانګړتیاوو قد، وزن، پوستکي، او داسې نور کې لیدل کیږي. که څه هم د خلکو تر منځ بېلوالی په اسانۍ سره په ګوته کېدای شي; خو په کړنو کې یې توپير په ځنډ سره ښکاري. په همدې حال کې شونې ده، موږ پاملرنه باید دې ته پاملرنه وکړو، چې يو بل ته لاس ورکول، تکیه کلام یا د یوه شخص ټولنېزې کړنې له نورو سره توپير لري. ولې په ګوته کېدل یې هغه وخت عملي کیږي، چې د بحث وړ کس سره له نيږدې بلد او د هغه کړنې د نورو له کړنو سره پرتله کړو. په دې ډول لیدنو کې موږ یوازې د شخص ظاهري کړنې او یا هم هغه کړنې، چې شخص غواړي موږ پرې پوه کړي پيدا کړو; خو د شخصیت نور پټ اړخونه هغه وخت څرګندیږي، چې د هغو د مطالعې لپاره د ارواپوهنې له ځانګړو میتودونو ګټه واخلو او فردي توپيرونو ښکاره کېدو لپاره د اروایي توپيرونو د معلومولو لپاره له بېلا بېلو ازموینو او د اندازه کولو له لارو چارو څخه ګټه اخلو. په همدې وخت کې شونې ده، چې د یوه شخص د کړنو بېلا بېل اړخونه لکه: بېلا بېلې وړتیاوې، هغه وړتیاوې چې شخص ته هم نه وي معلومې; خو که شخص وغواړي، چې خپلې وړتیاوې وپيژني نو د ارواپوهانو د ازموینو او د ارواپوهنې د نورو مېتودونو څخه په ګټه اخیستنې سره، چې څومره له نورو سره ورته والی او توپير لري.
د بلګې په ډول: یو کس غواړي وپوهیږي، چې د یوې دندې د ترسره کولو لپاره مناسب دی او که نه؟؟
همدارنګه، ډيری مؤسسې د خپلې اړتیا وړ کارکونکو د ګمارنې په مهال له هغوی څخه بېلابېلې ازموینې اخلي او له دې لارې هغه داوطلبان، چې د پام وړ کړنې ولري کوماري. په زیاتو برخو کې د اشخاصو وړتیاوې یو له بله سره توپير لري. د بېلګې په ډول زیاتره ځوانان د متن د یادولو ډيره قوي وړتیا لري، مګر په ځينو کې بیا ډیره کمزورې ده; خو په پېچلو مهارتونو کې ټنبل او لایق تر منځ توپير زیاتیږي. ځينې مهارتونه دومره پيچلي دي، چې یوه ځانګړې ډله کولای شي هغه زده کړي. د بېلګې په ډول په ناول لیکنه کې، چې هغه کس متخصص کیږي، پرته له څو کسانو، د خپلې دورې له ټولو غړو څخه مخکې وي. په همدې دلیل د نړۍ په ډېرو ملکونو په ځانګړې توګه امریکا کې د تېز فکره کسانو د پېژندلو او د ملي ګټو د لوړولو په موخه څېړنې تر سره کیږي، په دغه ډول څېړنو کې بېلابېلې اروايي ازموینې اخیستل کیږي.