پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهپروان کې د دوو کورنیو تر منځ وسله واله نښته؛ ۹ کسانو...

پروان کې د دوو کورنیو تر منځ وسله واله نښته؛ ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند (یکشنبه د حمل ۲۲) د پروان ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې د دوو کورنیو تر منځ جګړه کې ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سیمه ییزو چارواکو په خبره چې دغه پېښه تېره شپه د شینوارو ولسوالۍ په اشتر ښار سیمه کې چېرته چې طالبان مسلط دي، رامنځته شوې ده.

د شینوارو ولسوالۍ ولسوال محمد اکوګل محمدي وايي، د ښوونځي د دوه زده کوونکو تر منځ لومړی لفظي شخره شوې او وروسته دغه شخړه د زده کوونکو د کورنیو تر منځ په وسله واله نښته اوښتې.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه نښته کې له دواړو لورو دوه تنه وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان دي او په وینا یې په ټپیانو کې د درې هغو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ نه دی.

د چارواکو په وینا چې د دغه کورنیو تر منځ پخوا هم دښمني وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...