چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Home+د پاکستان او افریقا ترمنځ  شل اوره لوبلړۍ نن پیلیږي

د پاکستان او افریقا ترمنځ  شل اوره لوبلړۍ نن پیلیږي

تاند ( شنبه، د حمل ۲۱) ټاکل شوې، چې نن د اپریل په لسمه نېټه د پاکستان او سویلې افریقا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د افریقا په کوربه توب د څلورو شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ پيل شي.

د دې لړۍ لومړۍ لوبه به نن د افغانستان په وخت مازیګر پنځه بجې ترسره شي.

د یاد دواړو لوبډلو ترمنځ به دوهمه شل اوره لوبه  د روانې اپرېل میاشتې په ۱۲ مه

درېيمه يې په ۱۴مه او وروستۍ هغه يې بیا په ۱۶مه نېټه ترسره کیږي.

د یادو دواړو لوبډلو تر منځ له دې وړاندې د درېیو یو ورځینیو لوبو لوبلړۍ هم تر سره شوه چې په کې پاکستان لوبډلې بریا خپله کړې وه.

د یادونې ده چې دمګرۍ پاکستانۍ لوبډله د شل اوریزو سیالیو په نړیواله درجه بندۍ کې له انګلینډ، هند او اسټرالیا وروسته څلورم، خو افریقا بیا په شپږم ځای کې قرار لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب