پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونهامریکا له افغانستان نه د ځواکونو د ایستلو پرېکړه تر ټاکلي وخته...

امریکا له افغانستان نه د ځواکونو د ایستلو پرېکړه تر ټاکلي وخته مخکې اعلانوي

تاند ( شنبه، د حمل ۲۱)  سپینه ماڼۍ وایي د امریکا ولسمشر جو بایډن به له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو پرېکړه تر ټاکلي ضرب‌الاجل د مخه، چې د مې لومړۍ نېټه ده، اعلان کړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي دا خبره په واشنګټن کې خبریالانو ته کړې ده.

جین ساکي ویلي، د ولسمشر جو بایډن د پرېکړې تر اعلان دمخه څه نشي ویلي خو تمه ده چې د مې تر لومړۍ نېټې د مخه‌ یې په خپله له ولسمشر څخه واورئ.

د سپینې ماڼۍ ویاندې وویل، چې په دې اړه له څو اوونیو راهیسې ډیپلوماتیکې هڅې او له طالبانو سره خبرې روانې دي.

د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستان څخه د ټولو امریکایي ځواکونو وتل هغه ضرب ‌الاجل دی چې د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون کې موافقه ورباندې وشوه.

طالبان ټینګار کوي، چې امریکا باید پر خپله ژمنه عمل وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب