چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهحکمتیار وایي، د واک له انتقال پرته اوربند ناممکن دی

حکمتیار وایي، د واک له انتقال پرته اوربند ناممکن دی

تاند ( شنبه، د حمل ۲۱) د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار وایي، د واک له انتقال پرته د سولې ټینګښت او اوربند ناممکن وباله.

حکمتیار وايي له اوربند پرته نوي حکومت ته د واک انتقال ممکن نه دی او نه هم دا چاره عملي کېدلای شي.

نوموړی وايي، چې طالبان هم په دې شرط اوربند مني، چې نوي او همه شموله حکومت ته د واک ولېږدول شي او تضمین شي.

د حزب اسلامي مشر د سولې په اړه د حکومت اوسنۍ طرحه د بهرنیانو د فشار پایله بولي او وايي، چې په دې طرحه کې هم په لوی لاس مغالطه شوې ده او وايي په دې طرحه کې د سولې پروسې د تخریب او د جنګ د دوام هڅه شوې.

نوموړی داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې تېره ورځ د یاد ګوند پلویانو تر کابل وروسته په ننګرهار او هرات ولایتونو کې پراخې غونډې وکړې.

حکمتیار وایي، که د دوی غوښتنې ونه منل شي ښايي د حکومت پر وړاندې ملي پاڅون پيل شيٍ.

4 COMMENTS

  1. ستا په مردارې خولې خو کله هم د خیر خبره رانغله. ته او ستا د لومړي کور منافع. باور لرم چې اولادونه به دې هم ستا په خبرو او چاپلوسیو شرمېږی. یوه ورځ د خدای لپاره او ددې مظلوم ملت لپاره خوله خلاصه کړه. افغانان خو دې په شرمو وشرمول. بې غیرته! دا توره لنګی لرې کړه او د پاکستان د پوځ خولۍ په سر کړه.

  2. دا دنیا په احمقانو ده ودانه
    دانا نه کړی په دنیا باندی غرض
    خدایه! دا دی څنګه عدل دی چی د کابل زرهاوو خلکو قاتل له کوم شرم پرته په سپینو سترګو اوس هم جنتی دی؟

  3. د دې بېچاره ټول عمر په موقت حکومت تېرشو. خو زما په ګمان دا آرمان به له آی اس ای او پنجابیانو سره یوځای د دوزخ تر ټولو ټېټې کندې ته له ځان سره یوسي . د ګران افغانستان ټول رنګارنګ دښمنان که په هره بڼه او څهره وي ، تباه او برباد وي .

  4. د پنجابیانو تر ټولو وفاداره شاګرد او خدمتګار. د جنرال پرویز بې شرف خبره ګلبی همارا هیرو هې . ټالب همارا هیرو هي . جنګ افغانستان ، فاع پاکستان .
    ایکاش د موقت حکومت د چیغو پرځای دې د افغانستان د خلکو غوښتنو او د ګران افغانستان د ثبات او ترقي لپاره خپل وخت تېر کړی وای . که الله ج د عمر پدې آخر کې درباندې مهربانه شوی وای او تېرې شیطاني کړنې د خدای بخښلې وای . افسوس ستا په حال.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب