چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Home+اى پي ايل لوبې د بنګلور په بريا پيل شوې

اى پي ايل لوبې د بنګلور په بريا پيل شوې

تاند ( شنبه، د حمل ۲۱) د هند سوداګریز ليګ (اى پي ايل) لومړۍ لوبه تېره شپه د ممبی انډينز او رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

په دې لوبه کې پچه بنګلور لوبډلې وګټله او ممبی ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.

ممبۍ انډينز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١٥٩ منډې وکړې او مقابلې لوبډلې ته یې د ۱۶۰ منډو هدف ورکړ.

ممبی له ډلې يې کريس لين ٤٩، سوريا کمار ٣١ او ايشان کشن ٢٨ منډې وکړې.

د رايل چېلنجرز بېنګلور لپاره هرشل پټيل ډېره ښه توپ اچونه ترسره کړه  او ۵ لوبغاړي يې وسوځول.

رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ټاکل شوی هدف پوره او بريا یې خپله کړه.

ډيويليرز ٤٨ ګلين ميکسويل ٣٩ او کوهلي ٣٣ منډې وکړې.

جسپريت بومرا او مارکو جانسين ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.

د يادولو وړ ده، چې د هند سوداګریزو لوبو کې نن د چيناى سوپر کنګز او ډيلي کاپيټلز لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب