جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد بریتانیا شهزاده فېليپ د ۹۹ کلونو په عمر ومړ

د بریتانیا شهزاده فېليپ د ۹۹ کلونو په عمر ومړ

تاند ( شنبه ، د حمل ۲۱)  د برتانیا شهزاده فېلیپ او د دې هېواد د دويمې ملکې خاوند د ۹۹ کلونو په عمر ومړ.

نوموړی ۷۳ کاله د د برتانيې د ملکې خاوند وو.

شهزاده فېليپ په دې وروستیو کې د ناروغۍ له امله په روغتون کې بستر شوی وو.

د برتانيې په شاهي کورنۍ کې فېلیپ ځانګړی رول نه درلود، خو د خپلې مېرمنې د ملاتړ له امله مشهور وه.

ملکې اليزابت او فېلیپ څلور اولادونه او اته لمسي درلودل.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د شهزاده فېلیپ د مړينې له امله د برتانيې شاهي کورنۍ او خلکو ته د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کړي.

د برتانيې د ملکې خاوند شهزاده فېلیپ تېره ورځ د ۹۹ کلونو په عمر ومړ.

شهزاده فېلپ په ۱۹۴۷ کال کې له الېزابت سره واده وکړ،‌ او نوموړې پنځه کاله وروسته ملکه شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...