جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د آی پي اېل  ۱۴ام پړاو لوبې د جمعې په ورځ پيلېږي

د آی پي اېل  ۱۴ام پړاو لوبې د جمعې په ورځ پيلېږي

تاند ( چهارشنبه، د حمل ۱۸) د هند غوره لیګ يا آی پي اېل څوارلسم پړاو لوبې د را روانې جمعې په ورځ د اپرېل په نهمه نېټه پيلېږي.

دا لوبې به د افغانستان په وخت ماښام شپږ نیمې بجې پيل شي.

د یاد لیګ لومړۍ لوبه د رایل چلنجرز بنګلور او ممبی انډينز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

که څه هم لومړی لوبه د بنګلور لوبډلې ده خو د یادې لوبډې پيلیز توپ وهونکیدانیل سمس پر کورونا ناروغۍ اخته شوی دی.

بنګلور لوبډلې په خپله رسمي فسبوک پاڼه لیکلي، چې سمس کورونا لومړنۍ پایله منفي خو دوهمه پایله یې بیا مثبت راغلی دی.

یادې لوبډلې ویلي سمس د روغتیا پالانو تر څارنې لاندې دی او له رغېدو وروسته به په وروستیو لوبو کې لوبډلې سره یوځای شي.

د یادونې ده چې د آی پي ایل ۱۳ ام پړاو تیر کال د کورونا وبا له امله د هند پر ځای په متحده عربي اماراتو کې تر سره شوې، خو دا ځل څوارلسم پړاو په هند کې ترسره کيږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب