جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهکندهار ښار کې د جنرال عبدالرازق له قبر سره هاوانونه لګېدلي

کندهار ښار کې د جنرال عبدالرازق له قبر سره هاوانونه لګېدلي

تاند ( چهارشنبه، د حمل ۱۸ ) ځایي سرچینې وایي، نن له غرمې وړاندې د کندهار ولایت مقام مخې ته لومړي قراول کې دوه پرلپسې هاوانونه لګېدلي دي.

د ځایي امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې، دوه نور هاوانونه د جنرال عبدالرازق له قبر سره چې ولایت مقام ته ورڅېرمه دی لګېدلي دي، خو ځاني زیان یې نه دی اړولی.

تر دې دوه ورځې وړاندې هم د کندهار خرقې مطهرې د زیارت په جامع مسجد او پارک کې دوه هاوانونه لګېدلي وو چې کوم ځاني زیان یې نه درلود.

ورته مهال د افغانستان ملي دفاع وزارت خبر ورکوي چې تېرو ۲۴ ساعتونو په موده کې د افغان هوایي او ځمکنیو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ۶۸ طالبان وژل شوي او ۶۴ نور ټپیان شوي دي.

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دفاعي او امنیتي ځواکونو د ځوابي بریدونو او نښتو په ترڅ کې، ۶۸ طالبان ووژل شول.

خبرپاڼه زیاتوي، د دغو بریدونو پر مهال ۶۴ تنه نور طالب وسلوال ټپیان شوي هم دي.

ملي دفاع وزارت خبرپاڼه دغه راز وایي، د یادو عملیاتو پر مهال یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، دغه طالبان د هېواد د هرات، فراه، فاریاب، بدخشان، کندز او کندهار ولایتونو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې د کندهار او بدخشان په ګډون ډېری ولایتونو کې وسلوالو طالبانو یو ځل بیا خپلو بریدونو ته زور ورکړی او په ترڅ کې یې د دواړو غاړو د مرګ ژوبلو راپورونه ورکول کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب