جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپکتیا کې د واده په مراسمو برید؛ زوم وژل شوی

پکتیا کې د واده په مراسمو برید؛ زوم وژل شوی

تاند (چهارشنبه د حمل ۱۸) وسله والو تېره شپه د پکتیا ولایت په احمد ابا ولسوالۍ کې په هغه کور برید کړی چې د واده مراسم په کې روان و.

د پکتیا د امنیه قومندانۍ ویاند محمد لعل امیري ویلي، وسله والو د احمد ابا ولسوالۍ اړوند مچلغو بند سیمه کې د یوه قومي مشر جان محمد او د ولسي پاڅون کوونکو د یوه قومندان په کور بریدونه کړي دي.

د امیري په خبره چې د قومي مشر جان محمد په کور کې د واده مراسم روان و، وسله والو پرې برید کړی او زوم یې وژلی دی.

محمد لعل امیري زیاته کړې، د ولسي پاڅون کوونکو د قومندان خان محمد پر کور برید کې د نوموړي د کورنۍ یو غړی ټپي شوی او په ځوابي ډزو کې دوه تنه وسله وال هم وژل شوي چې جسدونه یې په سیمه کې پاتې دي.

بله خوا تندر قول اردو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې طالبانو تېره شپه د پکتیا ولایت د احمد اباد ولسوالۍ اړوند مچلغو بند سیمه کې د یوه قومي مشر په کور برید کړی، خو د تندر قول اردو منسوبین سیمې ته رسیدلي او د وسله والو برید یې په شاه تمبولی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، د برید په پایله کې دوه طالب وسله وال او د جان محمد کریمي په نوم یو قومي مشر وژل شوي، دوه طالبان او یو ملکي کس ټپیان شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې د یوه تن جسد چې ویل کیږي پاکستانی دی او د پاکستان د اردو دریشي هم په تن لري په سیمه کې پاتې دی.

طالبانو تر اوسه په دې هکله کوم څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب