جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeکلتورسینمافلمي ستوري اجي دیوګن د خپلې مېرمنې کاجول ځینې رازونه افشاه کړل

فلمي ستوري اجي دیوګن د خپلې مېرمنې کاجول ځینې رازونه افشاه کړل

تاند ( چهارشنبه، د حمل ۱۸ ) د بالیووډ فلمونو تکړه او پیاوړي اداکار اجي دیوګن د خپلې مېرمنې کاجول ځینې رازونه افشا کړل.

دیوګن د هندوستان له سوني ټلویزیون سره په خپله تازه مرکه کې ویلي چې په لومړي ځل یې د کاجول په لېدو هغه سخته بدې راغلې وه.

نوموړي وویل چې په لومړي ځل یې د یوه فلم د ریکارډ ثبت پر وخت له فلمي ستورې کاجول سره وليدل او د هغې له مغرورانه انداز یې سخته کرکه وشوه.

د کاجول چې ډېرې خبرې او هر څه کې تبصره کول عادت دی، خاوند یې دیوګن وایي، دی له همغې وخت نه ډېرې خبرې او تبصرې کولې؛ ځکه خو زما ترې سخته کرکه وشوه .

دیوګن او مېرمن یې کاجول دواړه د خوی او عادتونو له پلوه سره ډېر متضاد شخصیتونه دي؛ ځکه دیوګن ډېر غوصه ناک او د غلي خوی څښتن دی؛ خو مېرمن یې بیا ډېره شوخه او د ډېرو خبرو خوښوونکي ده.

د دوی دواړو متضاد شخصیتونه اوس د فلم د نړۍ معتبر او پیاوړي ادرسونه دي او هم دا چې له یو بل سره بې کچې مینه هم ښایي.

دوی دواړو په ۱۹۹۹ کال سره واده وکړ او دا هغه وخت و چې دوی دواړه د یو بل په مینه کې بیخي نږدې شوي وو.

د فلم دا کورنۍ اوس دوه اولادونه هم لري.

دیوګن زیاتوي، کاجول سره یې لومړۍ لیدنه د “هولچل” فلم د ترتیب پر مهال وشوه.

د هغه په خبره، په لومړي ځل د کاجول په لېدو سره مې احساس وکړ چې باید ورسره لیدلي مې نه وای، خو هڅه مې کوله څو بیا ورسره مخ نه شم البته تقدیر دا شو چې نن سره په مینه ګډ ژوند کوو.

د دیوګن په وینا د دواړو نفرت په مینه او اخلاص بدل شو او اوس دواړه له خپل ژوند څخه ډېر راضي دي.

د نوموړي په وینا، کله چې یې د مینې تار وغځید هم هدف یې دا نه وو چې هرو مرو واده وکړي؛ بلکې د دوستۍ رشته ولري.

هغه د مرکې په پای کې له خپل ژوند بشپړ رضایت څرګند کړ او ویل یې اوس یې کاجول د ژوند خاصه او پیاوړې ملګرې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب