پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهترکمنستان په کابل کې ستر دیني کتابتون جوړوي

ترکمنستان په کابل کې ستر دیني کتابتون جوړوي

تاند (چهارشنبه د حمل ۱۸) د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو له وزیر محمد قاسم حلیمي سره په کتنه کې ژمنه کړې چې هېواد به یې په پلازمینه کابل کې ستر دیني کتابتون جوړ کړي.

ښاغلی حلیمي په یوه رسمي سفر یاد هېواد ته تللی او هلته یې له ترکمن چارواکو سره د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د علمي، مذهبي او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړي.

د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لوریو ژمنه کړې چې ډېر ژر به د افغان دولت په کوربه‌ توب په هرات کې د ترکمنستان او افغانستان د دیني علماوو ګډه ناسته ترتيب کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې د سولې په پروسه خبرې وشوې او ترکمنستان د افغان حکومت د سولې له طرحې کلک ملاتړ وکړ.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د معلوماتو له مخې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزير په پلازمېنه کابل کې د ستر دیني کتابتون د جوړېدو ژمنه وکړه او په وينا یې چې ډېر ژر به د اسيايي هيوادونو د علماوو شورا جوړه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب