Home+کوم ډول جولا انسان وژني؟

کوم ډول جولا انسان وژني؟

تاند- زموږ په خاورینه کُره کې د جولا (غڼې) تر ۴۳۰۰۰ زیات ډولونه شته. د هغو په منځ کې یو کوچنی شمېر یې خطرناک دي.

د بریتانیکا دایرة المعارف پر اساس، څېړونکي وايي، تر ۳۰ لږ جولاوې تر دې حده خطرناکې دي چې د چیچلو په صورت کې ممکن انسان ووژني.

 څېړونکي په عین حال کې وايي، ډېر په ندرت داسې پېښېږي چې خطرناکې جولاوې انسان وچیچي او کله چې انسان وچیچي عموماً انسان یې په وړاندې الرژي یا حساسیت ښيي او په نتیجه کې یې د مړینې سبب کېږي.

د بریتانیکا له مخې، حتي که څوک د خطرناکې جولا له لوري وچیچل شي او چیچل شوی کس روغتون ته ځان ورسوي نو په اسانه یې درملنه کېدای شي.

د ځینو خطرناکو جولاوو نومونه

Brown Recluse Spider (Loxosceles reclusa)، (Brazilian Wandering Spiders (Phoneutria fera and P. nigriventer)، Wolf spider (family Lycosidae)، (Black Widow Spider Latrodectus mactans، (Red Widow Spider (Latrodectus bishopi)، Redback Spider (Latrodectus hasselti)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...