جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+له ژونده زده کړه| جنرال دولت وزیري

له ژونده زده کړه| جنرال دولت وزیري

عمر مې نږدې اویا کلونو ته رسېږي، ډېرې سړې او تودې مې ولیدلې، سختۍ مې وګاللې، کړاوونه مې ولیدل، له ټولو ستونزو سره- سره مې لوړې زده کړې  تر ماسټرۍ او تر ماسټرۍ پورته وکړې، هغه هم په کمو امکاناتو او د ډېرو خواریو په ګاللو سره.

ډېر کتابونه مې ولوستل؛ د ارسطو، سقراط، اپلاتون، ناپلیون، سون تزو، کانټ، لاپلاس، هټلر، مارکس، انګلس، لینن، ژوکوف، مائو، حسن البنا، سید قطب، محمد قطب، نهرو او د لسګونو نورو اثارو پاڼې مې واړولې، د ژوند او مسلک په اړه مې له دوی سوچ واخیست، د هر چا فکري سطحه او لارښوونه مې پرتله کړه.

د هندوستان، چین، ایران، ترکیې، منځنۍ اسیا هېوادونو، روسيې، جرمني، بریتانیا، د امریکا د متحده ایالتونو، اسیا، افریقا، اروپا، امریکا، استرالیا، اريايانو او په لسګونه نور تاریخونه مې وکتل، ګڼو دغو هېوادونو ته مې سفرونه هم وکړل او ډېر څه مې په عملي ډول هم تجربه کړل.

د اسلام د سپېڅلي دین، یهودیزم، عیسویت، هندویېزم، سکهیزم، بودایېزم، زردشتي او نورو په لسګونو دینونو په هکله مې لږ او ډېر څه زده کړل.

ډېرو هیوادونو ته مې رسمي، غیر رسمي او د زده کړو له پاره سفرونه وکړل،

په لوړو څوکیو مې کار وکړ، څو- څو واورې مې رسمي دنده له صفر څخه پیل کړه، تر هغو چې لوړ مقام ته ورسېدم. ښه او خوندور خواړه مې وخوړل،

په ډول ډول ښکلو موټرونو، ریلونو، کښتیو، الوتکو او چورلکو کې مې الوتنې او سفرونه وکړل.

د ډېرو خلکو دودونه او د ژوند دستورونه مې ولیدل، د دوی کلتوري ارزښتونه مې ولیدل، د دوی باورونه مې سره پرتله کړل.

ښه نو له دې ټولو مې څه زده کړل؟

یوازې یو څه او هغه دا چې هر چا د خپل ځان له پاره ثنا ویله، ځکه چې،

په مسکو کې پولیسو ودرولم، ما ورته وویل چې جنرال او ستاسو دوست یم، ښه يې را پورې وخندل، په لندن کې يې راڅخه پوښتنه وکړه چې څه کاره يې، ما ویل جنرال وم، ويې ویل چې د امیګرانت (پناه غوښتونکي) په مانا پوهېږې؟ که نه پوهېږې موږ امیګرانت ته جنرال نه وایو او په زوره زوره يې وخندل، مانا دا چې بې کوره او در په در یې. دلته چې راغلی یې هغه ویاړونه درسره نه شته.

په هندوستان کې ډاکټر را څخه پوښتنه وکړه، چې د هند په هکله دې نظر څنګه دی؟ ما ورته وویل هند زموږ ښه دوست هېواد دی، ويې خندل ويې ویل، چې خودکش او بیګانه پرست همديته وايي.

په ایران کې د دفاع وزیر په رڼو سترګو راته وویل، چې له امریکایانو سره جګړه وکړئ او خپل هېواد ته د خدمت کولو مشوره له موږ څخه واخلئ.

په ترکیه کې دکاندار راته وویل، چې د دې شي قیمت شل لیره دی، ما ورته وویل افغان یم، ويې ویل خیر نو قیمت يې پنځلس لیره دی، ما ویل جنرال صاحب دوستم مې ملګری او ښه سړی دی، ويې ویل، قیمت يې پنځه ليره دی، ما ورته وویل چې ولې؟ ويي ویل ترک تبار مې وینه ده ځکه يې د دوستم په خاطر قیمت پنځه لیره دی. سوچونو یووړم.

په پاکستان کې پولیس له ټولو ښه و، را ته يې وویل، خان صاحب څنګه داسې ازادې تڼۍ ګرځې؟ ما ورته وویل چې دین، دود او دستور مو یو دی او بیا خو سره دوستان یو، په کړس کړس يې را پورې وخندل، ويې ویل خان صاحب یا خو عقل نه لرې او یا دې ځان په لېونتوب وهلی دی، د څه شي دود او دستور؟

موږ ته یوازې ستاسو خواږه خټکي، سپین او سره انګور، سرې او زېړې مڼې او خورا یخې اوبه په کار دي، اوس دې سر پرې خلاص شو که یه، د سلو روپیو نوټ راکړه نور دې په بلا هم نه وهم.

ما ویل اوس پوه شوم، چې هر څوک د خپل ځان ثنا وايي دا یوازې افغانان دي چې سر يې پرې نه خلاصېږي، د بل چا ساز ته ناڅي، د بل په اشاره خپل وطن ورانوي او د بل په لمسون د ورور په وړاندې د توپک شپېلۍ برابروي.

ځوانانو!

نوره ستاسو خوښه چې خپله ثنا وايئ او په ځانونو کې بدلون راولئ که یه، ما در باندې خپله غاړه خلاصه کړه.

« نور نو دل تان بایسکل تان»

که په هېواد کې لیکلي کتابونه ولولئ، فکر کوم يوازې به دا خبرې ترې زده کړئ، چې مېړني یو، ننګیالي یو، زړور یو، جنګیالي یو، دښمني ښه ده، نفرت ښه دی، وژل ښه دي، تربګني ښه ده او کار ښه نه دی، پرمختګ ښه نه دی، د هېواد ابادول ښه نه دي او سوله ښه نه ده، پښتون دښمن دی، تاجک دښمن دی، هزاره دښمن دی، ازبک دښمن دی او ټول یو تر بله سره دښمنان دي، پښتو د دوزخ ژبه ده، دري خو بېخي ښه ژبه نه ده او نورې ژبې خو ټولې پردۍ دي.

په دغو متنونو کې راغلي: د عصري او مډرنو هوټلونو جوړول ښه کار دی، زغروال موټر ډېر اسوده او خوندي دي، پر ودونو ډېر لګښت د مېړنيو کار دی، په مړي پسې په قرض پیسو خیرات کول ډېر ثواب لري، د رشوت په پیسو هر کال حج او عمرې ته تګ، سړي ته د جنت زېری ورکوي، یوازې یو کار ښه نه دی او هغه په سوله او مینه کې ژوند کول دي.

ځوانانو! د خدای له پاره د خپل ځان او د یوه افغان ثنا ووايئ.

هغه مه کوئ چې اوس پرې بوخت دي، په خپل ځان پسې لاړ شئ او هېواد وژغورئ.

زما زړه په چیغو چیغو لېونی شو

ولې نه ویښېږې ای ویده وطنه

د خوبونو په غفلت کې درنه غوڅ کړل

چا لاسونه، چا پښې او چا لمنه

سلیمان « لایق »

مننه له پاملرنې مو

2 COMMENTS

  1. سلامونه ،
    ګران مشر ورور جنرال صاحب وزيري دولت خان!
    څه نا څه خپله بیوګرافي مو پورته ليکنه کې ليکلې ، همدارنګه (کاکتوس – یک ټي.وي )کې مو هم د مختار لشکري سره وليدې. مڼنه . ما هم ستا له دې ليکنې ډېر څه زده کړل: د افغانستان اصلي دوستان او دښمنان به د دوی له خبرو له تاسو سره مالوم شوي وي:
    ـروسانو صرف وخندل لکه (عشق در دفتر فلم!)، او (ايخه لاینېنه!کميډي کې!)
    ـانګریزانو د مهاجر په نوم تحقیر کړې ، حال دا چې تاسو به ورته ويلي و چې: ستاسو د ب-۵۲ او ۵۰ آلیانس له لاسه!!
    ـ هندوستاني ډاکټران هم (دوست کُش ابدالي؛مګر مغول او پنجابي دشمن پرست) دي!!!
    ۰د تورکانو یا سمه ېې ووایو طورخانیانو ( پانتورکیزم !!!!) تجارت او مسلماني دې هم وليده حتی دو ستم!! ورته له لېرې هم مخکې دی!!!!. وګورو چې راتلونکې سولې غوڼډه کې څومره وڼډه ارشال پاشا ته او څونه ورکوي!!!
    ـ۰فارشيعيست ايراني خو هاغه دی مستقيم ېې وېلي چې لکه خراسان او هزارستان پرستانو له موږ هدایت واخلئ تر څو ټولې نړۍ سنیانو ځای شيعه ګان ونيسي او د پښتو او نورو ۳۰ افغانستاني ژبو جای > فرثي!!!!!!
    * لاکن ،جنرال صیب! اوسني افغان ځوانان ،هغوی چې لکه تاسو مطالعات لري او مدني ټولنو، بهیرونو، ګوندونو ا.د.ن. کې غوڼډ شوي او مبارزه کوي ، فکر کوم ځان او جهان ېې خصوصن په دې نړیوال ګلوبالیزیشن او سریع تخنیک کې پیژندلی ،خو که پاس دولتمردان او جوان کشهای – بیګانه او …… پرستان ورته د بار او کار موقع ورکړي ؛ سره و ېې-نه جنګوي او د هند-و- سند- و تخارستان -او ترکستان و مغول-و هزارستان- فارس-و سیستان و روس-و سوریه ایستان او چیچن او عربستان د پیسو او وسلو ښکار نه شي .((( د ا کوچني اختر غوندې اوربندونه وکړي او د ګاندهي+نهرو+ عبدالغفار خان باچا خان+ مڼډیلا او امان الله آن تر اوسني منظور پشتين او غني خان پر لارو او میتودونو روان شي. ښو ته ښه ووايي او بدو ته بد. هله به له ژوندونونو یو څه زده کړي.!)))
    و آخر دعوانا ان الحمد لله رب العلمين . الفاتحه.

  2. وزیری دولت خان صاحب ستا لویه توره داده چي کمنټ ړنګ کړې، چې تاند کې دې چټي پټي نوشتې په خلکو لولې وخت یې ضایع کوې نو د لوستونکو پوښتنو ته به ځواب هم لیکې. نه دي د محترم شریف زاد پو ښتنه ځواب کړه او نه هم زما. یوه په بله پسي دي ډیلیټ کړې د کاذب شهرت په لټه کې دي ځان ریشخند ریشخند کړ، مړه!
    دا ستا په شان لیکنه خو په والله چې د مکتب شاګرد هم وکولای شي.
    که رښتیا درته ووایم، ستا له وجي مې تاند نه لا زړه بد شي.
    و سړیه ستا او د لیکوالي یې سره څه؟
    ترکاڼي خو څه د بیزو کار نه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب