جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeمقالېاقتصادد افغانستان د بودجې کسر او د پور زیاتوالی

د افغانستان د بودجې کسر او د پور زیاتوالی

یهادرخان ناصري

افغانستان په روان مالي کال کې د پیسو له نړیوال صندوق څخه ۱۷،۵ میلیارده افغانۍ پور اخیستی دی. له دې وړاندې هم افغانستنان له بېلا بېلو نړیوالو بنسټونو او هېوادونو څخه ۱،۸ میلیارده افغانۍ پور اخیستی ؤ.

افغانستان په تېرو اتلسو کلونو کې له بلغاریا او ايټالیا هېوادونو، نړیوال اسلامي بانک، نړیوال بانک، د اسیا پراختیایي بانک، د ونډو له نړیوال صندوق، سعودي فنډ، کوېټ فنډ او اوپېک فنډ څخه کابو ۱،۸ میلیارده افغانۍ پور اخیستی، چې ۳۱۰میلیون ډالر یې بېرته ورکړي دي. د مالیې وزارت په وېنا افغانستان اوس مهال د نړیوالې ټولنې ۱،۵میلیارد امریکایي ډالر پوروړی دی.

په ۱۴۰۰هـ ش مالي کال کې افغانستان د ۱۷،۴ میلیارده افغانیو په اندازه د بودجې له کسر سره مخامخ دی، چې د بودجې د کسر له امله یې د پېسو له نړیوال صندوق څخه پور اخیستې دی. دا چې د یاد پور ټکټانه په کومه اندازه ده، معلومه نه ده، خو افغانستان مکلف دی، چې یاده اندازه پور د ۲۰۲۶م کال د جون میاشتې تر وروستیو پورې بېرته ورکړي.

که د اخیستل شویو پورونو ټکټانه ډېره لوړه نه وي، پرې کول به یې ډېر سخت نه وي، خو که چېرې د پور ټکټانه لوړه او په خپل وخت ور نه کړل شي، په لویه کچه د پور په ورکړه کې زیاتوالی را منځته کېدای شي. پوښتنه دا ده، چې ولې له نورو مالي بنسټونو پور اخیستل کېږي؟ کله چې د بودجې د کسر موضوع را منځته کېږي، ور سره هم مهاله د پور د اخیستلو خبره مطرح کېږي، تر څو د بودجې کسر پرې له منځه یوړل شي. د بودجې کسر د اندېښنې وړ خبره ده، چې د صادراتو کموالی، بېکاري، کمزوری صنعت، کمه مالیه، عنعنوي کرنیز سکتور، ناسم پولي دوران او په ټوله کې کنګل شوي اقتصادي فعالیتونه یې ستر لاملونه بلل کېدای شي. د بودجې د کسر د له منځه وړلو لپاره باید له بېخایه لګښتونو ډډه وشي.

د پور اخیستل کومه د اندېښنې وړ خبره نه ده، ډېری هېوادونه د پور اخیستو ته زړه ښه کوي، خو په دې شرط چې د پورونو په لګښت کې روڼتیا شتون ولري. د پروژو د تطبیق لپاره د پورونو اخیستل د اندېښنې وړ نه دي، او ډېری هېوادونه د خپلو اساسي پروژو د عملي کولو لپاره دغه چاره ترسره کوي. تېرو تجربو دا ثابته کړې، هغه هېوادونه چې د وخت په تېرو سره د پورې د ورکړې توان نه لري، زیاتره وخت بخښل کېږي.

د بودجې کسر چې د پور اخیستو لامل دی، د اندېښنې وړ دی، چې د وخت په تېرېدو سره باید تشخیص، ډلبندي، کنټرول او په پای کې له منځه یوړل شي. بېځایه او غېر عادي لګښتونه د بودجې د کسر لامل کرځي، چې د ان ټي ای تنخواوې، پرمختللي دفترونه جوړول، اداري فساد، د تېلو بې مخینې لګښت، د لوړ بیه وسایطو پېر، غېر حضوري لګښتونه، د مالیې نه ورکړه، بې ګټې او درېمه درجه پروژې عملي کول او د ګټې ودانیو او قصرونو جوړول یې اساسي لاملونه بلل کېدای شي، چې د یادو فعالیتونو په کنټرول سره یوه اندازه د بودجې د کسر مخنیوی شونی دی.

که څه هم د پورتنیو فعالیتونو کنټرول یوه اندازه د بودجې د کسر مخنیوی کوي، خو دولت باید د خپلې بودجې د تامین لپاره د مالیاتو له زیاتوالي، د ارزښت لرونکو اسنادو پلور، د دولتي شتمنیو پلور، د دولتي شتمنیو په اجاره ورکولو او ځینو نورو مالي سرچینو څخه کار واخلي! د بودجې د کسر بله د له منځه وړلو مؤثره لار له مرکزي بانک او شتمنو وګړو څه پور اخیستل دي، خو په دې شرط چې په هېواد دننه د پور اخیستو شرایط برابر نه وي.

که امکان ولري، غوره ده چې د بهرنیو مالي بنسټونو پر ځای له داخلي مالي ادرسونو څخه پور واخیستل شي، چې د اخیستل شوي پور د ټکټانې په واسطه یاد داخلي مالي ادرسونه رشد پېدا کوي، او یو ډول مرسته ورسره کېدای شي، په دې سره د بانکونو ولاړې پېسې په چلښت راځي او دوراني حالت غوره کوي.

د پور له اخیستلو سره سم باید اړونده ادارې د پور د بېرته ورکړې په موخه منظم پلان رامنځته کړي، چې په پایله کې یې اخیستل شوي پورونه په خپل وخت بېرته ورکړل شي. دولت باید خپلې مالي سرچینې په بهتره توګه مدیریت کړي، او ترڅنګ یې خپل فعالیتونه له اټکل شوې بودجې سره سم پلان او برابر کړي، تر څو لږ تر لږه د بودجې له ډېر کمښت سره مخامخ نشي.

پر دې هر څه سربېره د بودجې د کسر د مخنیوي لپاره د عوایدو په اساسي توګه را ټولول مهمه خبره ده! د بودجي د کسر د له منځه وړلو په موخه باید اضافي لګښتونه راکم او د اقتصادي فعالیتونو زیاتوالي ته زمینه برابره شي، تر څو د صادراتو، مالیې، تعرفو او ورته نورو کړنو څخه تر لاسه شوي عواید د بودجې په ترکیب کې د پام وړ رول ولوبوي، که داسې ونشي دا بهیر به همداسې ناسم دوام مومي! لیکوال: بهادرخان ناصري

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب