Homeروغتیاولې د ځینو کسانو ډېره یخني کیږي؟

ولې د ځینو کسانو ډېره یخني کیږي؟

تاند ( چهارشنبه، د حمل ۱۸)  روغتیا پوهان وایي، هر انسان له بل انسان څخه د یخنۍ د احساس په تړاو توپیر لري چې د ځینو یې کم او ځینو بیخي ډېر ساړه کیږي.

د دوی په باور د نارینه وو په پرتله ښځې ډېرې سړېچنې وي او له نارینه وو د دوی ډېر ساړه کیږي.

روغتیا پوهان وايي، هغه انسان چې تل د یخنۍ احساس کوي، لاملونه یې ځینې ناروغۍ دي.

د وینې په جریان کې نیمګړتیا

دوی زیاتوي، د وینې جریان په بدن کې د حرارت د درجې منظمولو لپاره مهم رول لوبوي، کله چې د وینې جریان ګډوډ شي، انسان په پښو او لاسونو کې د یخنۍ ډېرېدو احساس کوي.

د روغتیا پوهانو په وینا، ډېر کله د شکرې ناروغي، د حدودي عصب د نیمګړتیا لامل ګرځي.

دوی وایي، د دې ناروغۍ نښې بې حسوالی او په پښو او لاسونو کې درد دی، دا چې زیانمن شوی عصب دماغ ته د بدن د حرارت د درجې استولو دنده لري، امکان لري د شکر ناروغي لرونکي کسان تل د یخنۍ احساس وکړي.

دوی دغه راز زیاتوي، امکان شته چې لږ خوب هم په عصبي سیسټم کې ډېرې ستونزې راوټوکوي او په دماغ کې د بدن د حرارت د درجې د ګډوډۍ لامل وګرځي.

دا په داسې حال کې ده چې د فینلنډ جیفاسکیلا پوهنتون په یوه څېړنه کې څېړونکو شل ځوانان پوره ۶۰ ساعته له خوبه محروم وساتل، پایله یې دا شوه چې د بدن د حرارت درجه یې د خوب له کبله ټیټه شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...