Homeخبرونهطالبانو د کندهار پر هوایي ډګر د هاوان ۶ مرمۍ توغولي

طالبانو د کندهار پر هوایي ډګر د هاوان ۶ مرمۍ توغولي

تاند ( چهارشنبه، د حمل ۱۸)  امنیتي سرچینې وایي، وسله والو طالبانو کندهار کې د احمدشاه بابا پر نړیوال هوايي ډګر شپږ د هاوان مرمۍ توغولي.

د سرچینو په حواله په دې پېښه کې چاته مالي او ځاني زیان نه دی اوښتی.

امنیتي سرچينې وايي، څلور مرمۍ د احمدشاه بابا نړیوال ملکي هوايي ډګر سره نژدې او دوه نورې بیا د ۲۰۵ اتل قول اردو دننه پر یوې هواره ځمکه لګېدلي دي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې نن سهار څلور نورې د هاوان مرمۍ د کندهار ولایت مقام ته نژدې او د جنرال عبدالرازق له قبر سره نږدې لګېدلې وې.

وسله والو طالبانو د دې بریدونو مسولیت منلی دی.

طالبان وایي، چي دا بریدونه يې په ارغنداب ولسوالۍ کي د بهرنيو ځواکونو د هوايي بریدونو په غبرګون کې کړي دي.

کندهار ښار کې د جنرال عبدالرازق له قبر سره هاوانونه لګېدلي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...