جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهروسیه وايي؛ افغانستان کې وضعیت ورځ تربلې په خرابېدو دی

روسیه وايي؛ افغانستان کې وضعیت ورځ تربلې په خرابېدو دی

تاند ( چهارشنبه، د حمل ۱۸) د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، چې د افغانستان وضعیت د خرابۍ پر لور روان دی.

هغه زیاته کړې، چې دوی په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښمن دي.

نوموړي په اسلام اباد کې له خپل پاکستاني سیال سره یوې خبري ناستې ته په خبرو کې ویلي، چې په افغانستان کې د جګړې ډګر په ګرمېدو دی او دوی دې وضعیت اندېښمن کړي دي.

لاوروف څرګنده کړې چې له بحران څخه د افغانستان د وتلو یوازینۍ لار خبرې اترې دي.

هغه دغه راز ویلي، چې روسیه په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره پر یو سیاسي جوړجاړي ټینګار کوي او هیله لري، چې ښکېل اړخونه یوې هوکړې ته سره ورسېږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دغه راز زیاته کړې، چې امریکا په سیمه کې د ثبات ګډوډولو هڅه کوي.

هغه ټینګار کړی چې دوی به نور د دغه هېواد پر پاروونکو اقداماتو چوپ پاتې نه شي.

لاوروف وایي روسیه غواړي چې د سیمې ټول هېوادونه د خپلو اختلافاتو د حل لپاره سوله ییزې لارې چارې ولټوي.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام پر امریکا تور پورې کړی، چې په سیمه کې د تفرقې اچولو په لټه کې ده او باید نور له ورته چارو لاس پر سر شي.

په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، چې دوی د افغان سولې لپاره خپلو صادقانه همکاریو ته دوام ورکوي او د خبرو له لارې د افغان کشالې د حل غوښتونکي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب