دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد بشري حقونو څار سازمان: طالبان په قصدي توګه خبریالان په نښه...

د بشري حقونو څار سازمان: طالبان په قصدي توګه خبریالان په نښه کوي

تاند (پنجشنبه د حمل ۱۲) د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وايي چې طالبان په قصدي توګه خبریالان او د ښځو په ګډون د رسنیو کارکوونکي په نښه کوي.

ددغه سازمان په تازه راپور کې راغلي، په دوحه کې د سولې خبرو له پیل سره هم مهاله د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی او دې چارې د تلپاتې او عادلانه سولې په برخه کې د دوی اندېښنې لا ډېرې کړې دي.

په راپور کې راغلي، د دوی څېړنې ښیي چې طالبانو تر خپل نفوذ لاندې سیمو او ښارونو کې خبریالانو ته بېلابېل ګواښونه کړي دي او دا چاره د دې لامل شوې ده چې یو شمېر خبریالان له هېواده تېښتي او یو شمېر نور د خپلو دندو پرېښودو ته اړ شي.

د اسیا لپاره د بشري حقونو د څار ډلې مسؤلې پاتریشیا ګوسمن ویلي چې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي دا څپه په داسې حال کې پیل شوې ده چې ښکېل اړخونه د سولې لپاره پر خبرو اترو بوخت دي.

د بشر حقونو څار سازمان د طالبانو له مشرتابه غوښتي چې په افغانستان کې د خبریالانو، د هغوی د کورنیو او ښځینه خبریالانو په وړاندې ګواښونه پای ته ورسوي او د هغوی خوندیتوب دې باوري کړي.

دې سازمان همدارنګه له ملګرو ملتونو او د افغانستان په سوله کې له ښکېلو هېوادونو غوښتي چې د طالبانو پر مشرتابه فشار راوړي، څو د خبریالانو د خوندیتوب په برخه کې د دې سازمان غوښتنې ومني او د خپلواکو رسنیو او خبریالانو د خوندیتوب لپاره له خپله اړخه اقدامات وکړي.

طالبانو که څه هم تازه په دې اړه څه نه دي ویلي خو مخکې تر دې یې د خبریالانو، علماوو او مدني ټولنې د فعالینو په وژنه کې لاس لرل رد کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب