جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهحکمتیار: حکومت تر فشار لاندې دی، ځکه یې ټاکنو ته چمتوالی ښودلی

حکمتیار: حکومت تر فشار لاندې دی، ځکه یې ټاکنو ته چمتوالی ښودلی

تاند(پنجشنبه، د حمل ۱۲) د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار وایي چې ارګ تر فشار لاندې دی، له همدې امله یې ټاکنو ته د چمتووالي خبره کړې ده.

حکمتیار نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته په خبرو کې زیاته ویلي چې افغان حکومت تر فشار لاندې دی، دا یې درک کړې ده چې نور یې وخت پای ته رسېدلې دی.

حمکتیار زیاته کړې چې افغان حکومت پوهېږي چې نور نه کورنی او نه هم بهرنی ملاتړ له ځان سره لري نو مجبور دی واک یوې بلې ادارې ته پرېږدي.

نوموړي همدا راز ویلي چې له سولې د جګړې لور ته تګ اسان خو له جګړې سولې ته راتګ سخت دی او د سولې لپاره باید ټول اړخونه نرمښت وښیي.

حکمتیار د خپلو خبرو پر دوام زیاتوي چې دوی هم له بحران څخه د افغانستان د وتلو لپاره خپله طرحه وړاندې کړې ده او پر خپل وخت به یې له خلکو سره هم شریکه کړي.

نوموړي دغه راز پر ارګ نیوکې کړې او ویلي یې دي چې د دوی غوښتنو ته یې مثبت ځواب نه دی ویلی نو له همدې امله سبا یو ځل بیا په لاریون لاس پورې کوي.

د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې هم د حکمتیار پلویانو په کابل کې لاریونونه ترسره کړل او په حکومت یې نیوکې وکړي چې د دوی غوښتنې یې منلې نه دي.

خو افغان حکومت تر اوسه د حکمتیار د لاریونونو او خبرو په تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی.

3 COMMENTS

  1. No doubt in my mind that politics is the dirtiest games played in business of power:

    A person who made a name for himself in the early 1970’s throwing acid directly to the face of young female students to disfigure permanently, now longing to be the leader of Afghanistan!

  2. He is One of the top killer of inoccent afghan. He should not talk about the government who is struggling for peace and development of Afghanistan

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب