چهارشنبه, اکتوبر 9, 2024
Homeخبرونهدیبورا لاینز د افغان سولې خبرو په تړاو د بحث لپاره قطر...

دیبورا لاینز د افغان سولې خبرو په تړاو د بحث لپاره قطر ته تللې

تاند(پنجشنبه، د حمل ۱۲) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز د افغان سولي خبرو په تړاو بحث لپاره نن قطر ته ولاړه.

په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما وایي دیبورا لاینز به د افغانستان د دولت مرکچي پلاوي، د طالبانو له استازو او هم د ترکیې، قطر او امریکا متحده ایالاتو له لوړ پوړو چارواکو سره د افغان سولې بهیر د ګړندي کېدو او تاوتریخوالي د کمېدو پر حل لارو خبري وکړي.

تر دې سفر وړاندې مېرمن لاینز تېره ورځ په ارګ کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره ولیدل او په بیلا بیلو موضوعاتو ورسره وغږېده.

د یادونې ده چې د لاینز له سفر سره هممهاله طالبانو یو ځل بیا ټینګار کړی چې بهرني ځواکونه به د دوحې له هوکړې سره سم په ټاکلې نېټه له افغانستان وځي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند د خلیلزاد او ملا برادر د وروستۍ لیدنې په اړه ویلي چې دواړو لورو د دوحې هوکړې پر عملي کولو ټینګار کړی.

د ډاکټر نعیم په وینا طالبانو ویلي چې امریکایي ځواکونه به په ټاکلې نېټه له افغانستان وځي، د طالبانو بندیان به خوشي کېږي او د مشرانو نومونه به یې له تور لېست ایستل کېږي.

رسنیو ته رسېدلې معلومات وايي د بایډن اداره په دې لټه کې ده چې په افغانستان کې خپل حضور شپږ میاشتې نور هم وغځوي، په همدې تړاو خلیلزاد له طالبانو سره هم خبرې کړې دي خو تر دې دمه طالبانو د امریکا له دې وړاندیز سره موافقه نه ده کړې.

هیره دې نه وي چې د سولې خبرې تېر کال په سپتمبر کې پیل شوې، خو له شاوخوا دریو میاشتو راهیسي په ځنډ مخته ځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب