Homeخبرونهامریکا کې یو وسله وال، ۴ کسان وژلي

امریکا کې یو وسله وال، ۴ کسان وژلي

تاند(پنجشنبه، د حمل ۱۲) د امریکا په لاس انجلس ایالت کې یو وسله وال کس د ټوپک په ډزو شپږ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د لاس انجلس چارواکو رسنیو ته ویلي چې دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې تېره ورځ ناوخته یو وسله وال کس په یو وړوکي رسټورانټ کې پر ناستو کسانو ډزې وکړې.

چارواکي وایي چې په دې پېښه کې څلور کسان ځای پر ځای وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د چارواکو په وینا په وژل شویو کې یو ماشوم هم شامل دی او په خبره یې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ دی.

پولیسو زیاته کړې چې د پېښې انګېزه لا روښانه نه ده خو دوی په دې اړه خپلې څېړنې پیل کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...