چهارشنبه, اکتوبر 9, 2024
Homeخبرونهحکمتیار؛ سبا په کابل ښار کې د لاریونونو خبر ورکوي

حکمتیار؛ سبا په کابل ښار کې د لاریونونو خبر ورکوي

تاند ( پنج شنبه، دحمل ۱۲) د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار سبا په کابل ښار کې د لاریونونو خبر ورکوي.

نوموړی وايي، تر هغو به لاریونونو ته دوام ورکوي، چې حکومت حزب اسلامي سره شوې هوکړه عملي کړي.

حکمتیار دغه راز وايي ،چې د لاریونونو تر څنګ به یو شمېر ولایتونو کې د “وسله والو مجاهدینو” غونډې هم ترسره کړي ، څو ولس ته وښيي چې “مجاهدین” د امنیتي ځواکونو لیکو سره د یوځای کېدو اراده لري.

د حزب اسلامي ګوند مشر دغه راز د ترکیې د ناستې په تړاو په خپلو خبرو کې ویلي، چې د ترکیې غونډه د مسکو او دوحې له ناستو ډېر توپير لري.

هغه  هیله مندي ښودلې، چې د ترکیې له غونډې به ډک لاس افغانستان ته راستون شي.

حکمتیار وايي له سولې څخه جګړې ته تلل آسان دي، خو له جګړې څخه سولې ته راتلل ستونزمن کار دی.

حکمتیار داسې مهال د ترکیې ناستې ته هیله مندي ښيي چې ټاکل شوې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی آستازی ضمیر کابلوف روانه اونۍ هند ته سفر وکړي.

ویل کېږي چې روسي پلاوی به د هند له لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر سره ملاقات وکړي او هغوی ته به روسیه کې د افغان سولې په اړه د ترسره شوې غونډې د لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړي.

1 COMMENT

  1. دغه رهبرانو خو موږ په ژوندو ن ډیر په عذاب کړو الله پاک دی ددوی دوزخ په نصیب کړ ی او الهی دی ددوی اوه پشته په دوزخ کښی وسوځی، د کابل د خلکو بیګناه قتل عام یی هیر سوو او دوی باید داسی حرکاتو ته نور پرینږدی او ورته ووایی چی کندز ته ولاړ سی. بیا چی مردار سی له مړو یی خلک په عذاب وی او هره ورځ ددوی د ګوز د اچولو ورځ لمانځل کیږی او د خلکو مریضان په لارو کښی ساه ورکوی. د آی ایس آی او سابق مقاماتو سکنی زامن دی دا رهبران.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب