پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهپه برما کې تاوتریخوالي د خطرناکې کورنۍ جګړې احتمال زیات کړی

په برما کې تاوتریخوالي د خطرناکې کورنۍ جګړې احتمال زیات کړی

تاند(پنجشنبه، د حمل ۱۲) په برما کې د لاریونوالو او پوځ ترمنځ پرله‌ پسې نښتې په تاوتریخوالي بدلې شوې او په دې هېواد کې یې د خطرناکې کورنۍ جګړې احتمال زیات کړی.

د برما لپاره د ملګرو ملتونو استازې «کرستین بورګینیر» د دې سازمان د امنیت شورا ته ویلي، چې برما له خطرناکې کورنۍ جګړې سره مخامخ هېواد دی.

کرستین بورګینیر تېره شپه د ملي امنیت شورا یوې غونډې ته په ټینګار سره ویلي، چې د پوځ او لاریون‌کوونکو ترمنځ رامنځته‌شوی تاوتریخوالی به په دې هېواد کې د خطرناکې کورنۍ جګړې او زیاتې وینې بهېدنې لامل شي.

د بورګینیر په وینا، چې نړیوال قدرتونه باید د دې سترې پېښېدونکې غمیزې د مخنیوي لپاره اقدام وکړي او دا هېواد له کورنۍ جګړې وژغوري.

په برما کې د فبرورۍ له لومړۍ نېټې د پوځ او د کودتا ضد مظاهره‌چیانو ترمنځ نښتې روانې دي، چې د دغو تاوتریخوالو په ترڅ کې د پوځ لخوا تر ۵۰۰ زیات ملکي کسان وژل شوي دي.

په برما کې له ۵ سوه ډېر مظاهره‌چیان وژل شوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...