چهارشنبه, اکتوبر 9, 2024
Homeخبرونهپه برما کې له ۵ سوه ډېر مظاهره‌چیان وژل شوي

په برما کې له ۵ سوه ډېر مظاهره‌چیان وژل شوي

تاند(سه شنبه، د حمل ۱۰) په برما کې د امنیتي ځواکونو او مظاهره‌چیانو ترمنځ د پرله‌پسې نښتو په پایله کې د وژل‌شویو ولسي وګړو شمېر تر ۵ سوه واوښت او د دې شمېرې د لوړېدو اټکل شوی دی.

سرچینې وايي، تېره شنبه د پوځي عملیاتو په پایله کې د ۷ ماشومانو په ګډون تر ۱۱۴ ډېر مظاهره‌چیان ووژل شول، چې دا تر ټولو خونړۍ ورځ وبلل شوه.

د راپورونو له مخې پرون دوشنبه بیا د دې هېواد په لوی ښار «ینګون» کې د پوځ او معترضانو ترمنځ نښته وشوه، چې پنځه مظاهره‌چیان پکې ووژل شول.

د ملګرو ملتونو په ګډون امریکا، چین، مسکو او نورو هېوادونو په برما کې وروستی تاوتریخوالی غندلی او د پرله‌پسې نښتو په پایله کې یې د وژل‌شویو ولسي وګړو د شمېر ډېرېدو په تړاو اندېښنه ښودلې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي «انتونیو ګوتېریش» پرون دوشنبه یوې ناستې ته د وینا پر مهال په میانمار کې د مظاهره‌چیانو پر وړاندې د پوځ وروستی تشدد غندلی او په دې هېواد کې یې د وضعیت د عادي کېدو په خاطر د فشارونو د ډېرېدو خبره کړې ده.

بلخوا حکومتي رسنۍ وایي، چې امنیتي ځواکونو د هغو ترهګرو پر ضد وسلې کارولې چې د سوله‌ییزو لاریونونو په پلمه یې ورانی کاوه.

په برما له پوځي کودتا وروسته د پوځ پر وړاندې اعتراضونو زور اخیستی او د تاوتریخوالي کچه پکې ورځ تر بلې لوړېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

اعلان | نعمان دوست

کلیسا / اجمل پسرلی

غروب/ اجمل پسرلی