شنبه, مې 18, 2024
Home+د سولې خبرې: افغانستان کوم لور ته روان دی؟

د سولې خبرې: افغانستان کوم لور ته روان دی؟

یکنه: هاشم وحدتیار

ژباړه: اسد افغان

سرچینه: Politics Today

د مسکو په کنفرانس کې د طالبانو یو مشر ملا فاضل له دوستم سره لفظي شخړه وکړه او هغه ته یې مخامخ “خاین” او “قاتل” وویل.
روسیه د هغې دوه ورځنۍ سر مشریزې کوربنه وه چې د افغان لوریو (حکومت او طالبانو) تر څنګ چین، پاکستان او امریکا متحده ایالاتو هم پکې ګډون وکړ. ددې ورته بل نړیوال کنفرانس به راتلونکې میاشت په انقره کې جوړ شي تر څو د افغانستان لانجې ته سیاسي حل لاره پيدا کړي. 

سره له دې چې مذاکرات دوام لري خو افغانان د ځان او د هېواد د راتلونکي په اړه انديښمن دي. ځکه نه پوهیږي چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرې به څه پایلې ولري. په دې لړ کې د ځواکمنو کسانو او جنګي قوماندانانو تر منځ چې کلونه یې له یو بل سره جګړې کړي د غچ اخیستلو وېره هم لري. افغانان اندیښنه لري چې ایا دوی به سره پخلا شي که بله کورنۍ جګړه به پیل شي. 

د سولې خبرې به د لاندې درو څخه یوه نتیجه ولري:  

لومړی: د مذاکراتو پایله به ناقص جوړ جاړی ولري 

د سولې خبرې به د یو ټول شموله اسلامي حکومت پریکړه وشي. طالبان د اسلامي نظام یادونه کوي. هدف یې د داسي ټول شموله حکومت جوړول دي چې پکې به دوی ډېره برخه او واک ولري. په دې ډول حکومت کې تر ور ګډیدو وړاندي به طالبان یو شمیر سیاستوال او افغان حکومت مسوولین چاڼ کړي. وروسته له دې چې امریکایان له افغانستان نه لاړ شي، طالبان به په ناڅاپي توګه په اساسي قانون کې بدلونونه راوړي چې ممکن د ځینو برخه والو او سیاسي ګوندونو لپاره به د منلو نه وي. په بدلونونو کې به د داسي سختو اسلامي احکامو عملي کول هم شامل وی چې پکې د مېرمنو او بیان پر ازادې محدودیتونه وضع کوي. هغه کار چې د طالبانو تر واک لاندي سیمو کې همدا اوس روان دي. 

په دې ډول به په هېواد کې سیاسي او ټولنیزه ګډوډي پيل شي چې د پیاوړو امنیتي ځواکونو په نه شتون کې به په پراخه کچه د اړ و دوړ لامل شي. د طالبانو لخوا سخت دریځه نظام، په ملي او نړیواله کچه د ښځو د حقونو او د بیان د ازادۍ د مدافع ټولنو او نړیوالو ادارو له نیوکو سره مخ شي. 

په داسي حال کې چې د نړیوالې ټولنې مرستې تر ډېره د بشر د حقونو په رعایت پوري تړلي دي، افغانستان ته د دوی مرستې به ختمې شي. د نړیوالو کومکونو په نه شتون کې طالبان نشي کولای چې د خپلو پوځي مصرفونو بار ته چې اوس په ۳.۷۵ میلیارد ډالره دي، اوږه ورکړي. نو که په راتلونکي کې د دوی د حکومت پر وړاندي مقاومت کیږي د ځپلو توان به یې نه لري، همدارنګه طالبان به خپلو مخکنیو دښمنانو ته چې دوی ورسره په کلونو جګړه کړې نوي لقبونه ونه مني. د مثال په توګه احمدشاه مسعود به ورته د “ملي اتل” او عبدالرشید دوستم د “مارشال” په توګه. دا ډول کړنې به مخالفتونه ډیر او د افغانستان له ګوټ ګوټ جګړې را وپاروي.

دوهم: د سولې خبرې به ناکامه شي 

خبرې به هغه مهال له بن بست سره مخ شي چې پکې ښکیل لوري پر خپل دریځ ټینګار وکړي او نرمنښت ونه ښایي. د خبرو پر میز د امتیاز اخیستو لپاره تاوتریخوالی زیات شي یا هم د مذاکراتو اساس یواځي شریعت او سخت دریځي وګڼل شي. طالبان به هڅه وکړي په ټول هېواد کې له افغان امنیتي ځواکونو سره جګړو ته دوام ورکړي او له دې لاري واک تر لاسه کړي. یو لوړ پوړي طالب چارواکي له سي بي ایس تلویزیون سره په خبرو کې د خپلو انتخابونو په اړه وویل: دا مهال امریکا او افغان حکومت دویم پلان نه لري یواځي طالبان دي چې لمړی او هم دویم پلانونه دواړه لري. لمړی پلان کې سوله ییز سیاسي جوړجاړی او په دویم کې د ټوپک په زور  واک ته رسیدل دي. 

په دې حالت کې به د طالبانو او امریکا کې د سولې لاسلیک شوی تړون مات شي او طالبان به بېرته پر امریکايي سرتېرو خپلې حملې پيل کړي. بلخوا داسي هم ویل کیږي چې د خبرو د ناکامۍ په صورت کې شمالي ټلواله له طالبانو سره د جګړې په اړه فکرونه کوي. طلوع په دې اړه د افغان دولت له لومړي مرستیال امرالله صالح نه پوښتنه وکړه چې په شمال کې له طالبانو سره د جنګ په موخه وسلې ویشل شوي. البته چې صالح دا خبرې و نه منله. دا چې واشنګټن له کابل سره د امنیتي همکاریو تړون لري او پر اساس یې د ملي د امنیتي ځواکونو د ملاتړ او تقویه کولو لپاره کار کوي او ۸۰۰۰ د ناټو پوځیان به افغانستان کې وي د دې امکان نشته چې طالبان دي کابل ونیسي.

په هر حال، طالبان به خپلو بریاوو او لوړ جنګي مورال ته په کتلو تاوتریخوالی زیات کړي او ناټو به ونه توانیږي چې د جنګ په ميدان کې پر دوي برلاسې شي ځکه طالبان اوس د پخوا په نسبت ځواکمن دي. د دې تر څنګ طالبانو اوس په نړیواله کچه هویت موندلی او په ازادانه ډول له سیمه ییزو ځواکونو لکه روسیې، چین او ایران سره اړیکي پالي.

درېیم: د سولې خبرې بریالی کیږي 

طالبان او افغان حکومت به وکولای شي د خپلو خبرو اترو په پایله کې یوې داسې پایلې ته ورسیږي چې د ټولو اړخونو لپاره د منلو وړ وي او داسي حکومت جوړ کړي چې ټولې سیاسي ډلې یې ومني، خو د دې لپاره باید دواړه لوري انعطاف او قرباني ورکړي، د بېلګې په توګه، طالبان باید دا ومني چې د برلاسي پر ځای واک په مساویانه ډول وویشي. همدارنګه د سخت دریځې د تطبیق له غوښتنې تیر شي، په دې ډول به د دواړو لوریو غوښتنې تر یوې اندازې منل شوي وي. په دې لړ کې به اوربند هم اعلان شي او د امنیتي ځواکونو پياوړتیا او د ځواکمن حکومت جوړښت ته به لاره هواره شي. 

د سولې لپاره جوړ شوی حکومت له نړېوالي ټولنې سره د خپلو اړیکو او د امریکا او ناټو د مرستو په اړه به پرېکړه وکړي. ، په دې حالت کې افغان حکومت او طالبان نشي کولای چې په ټول هېواد کې سوله پلې کړي. ځکه چې د طالبانو د ټيټې کچې قوماندانان او جنګیالي تر هغه وخته پوري هیڅ معامله نه مني تر څو چې هېواد بشپړ واک طالبانو ته ورنکړل شي او شریعت پلی شوی نه وي. همدا مخالفین به تر یو بل نوم او بیرغ لاندي را څرګند شي او د ځینو ګاونډیو استخباراتي ادارو تر سرپرستۍ لاندې به جنګ ته دوام ورکړي. 

تېره اونۍ له (وایس نیوز) سره په مرکه کې یو طالب قوماندان د امریکا نوي حکومت ته خبرداری ورکړ: 

“موږ په بشپړ ډول جګړې ته چمتو یو، موږ له خپل جهاد نه ستړي نه یو، په زخمي کیدو نه خپه کيږو او په شهادت مو زړه نه دردیږي. که موږ شهيدان شو بریالي به یو، زموږ ستړیا بریالیتوب دی، موږ ځکه کامیابه یو چې جګړه کوو، کابل ته بریالي ننوزو، همدا زموږ لاره ده.” 

بلخوا داعش هم شته، ځيني ډلې ممکن ورسره ملګرې شي. دا هم امکان لري چې د یاغیانو نوي ډلې جوړي شي. 

درېیم احتمال تر ټولو غوره دې. ځکه چې ورسره به تاوتریخوالی په زیاته کچه راکم شي. مرکزي حکومت به ډیر پیاوړی شي. داعش او نوري ممکنې پيدا کېدونکي ډلې به دومره ځواکمنې نه وي چې د طالبانو او حکومت شریک نظام وننګوي. په دې حال کې به نړیوال له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي. نوی حکومت به خپل امنیتي بنسټونه نور هم پياوړي کړي او په تدریجي ډول به هېواد په امنیتي او اقتصادي لحاظ خوندي او پر ځان بسیا کړي، چې دا کار به سبب شي چې افغانستان د تلپاتې سولې خاوند شي. 

2 COMMENTS

  1. دا دویر سیناریو کیدای سی راسی. دا که اشغال وی او نه وی نو جنګ به وی.
    داسی حالت بین المللی استعمار غواړی ترڅو وکولای سی په ګډوډی کی خپل اسان او خری راونیسی.
    سوال دا دی: چه اوسنی اداره دمساوی حق غوښتلو لیاقت لری. ایا هغوی تصفیی ته ضرورت نلری؟ ایا هغوی په نیم افغانستان پوره کنترول لری؟ حتی په ښارونو کی یا په ادارو کی قوی کنترول لری؟
    استعمار هم فزیکی اشغال لری او هم فکری. نو په دی اساس ایا دا معقول ښکاری چه طالبان به فزیکی اشغال ختم کړی او فکری اشغال به پریږدی. هغه ټکی چه ټول افغانان باید په نظر کی ولری هغه داده: استعمار هغه سختدریځه اسلام بولی کله چه دهغه اصول داستعماری فکر سره تناقض ولری او بیا هغه کسان په سخت دریځی ملامتی وی کوم چه داسلام ټول اصول منی.
    دا چه داسی سوله به نه وی چیری چه طالبان به داسلامی احکامو په ځای غربی اصول ومنی نو داسی سولی ته ښه ویل به دسولی امکان له مینځه یوسی
    نوی افغانستان دسقاویانو کلچر ته ضزورت نه لری. هغه دهیڅ افغان په ګڼه ندی. په مقابل کی دټولو افغانانو د حقه حقوقو ساتل دی. هغه دسقاوی رهبرانو په نه شتون کی هم راتلای سی.
    دیوه امریکایی لیکونکی په وینا طالبانو جنګ ګټلی دی. دا خبره باید لس کاله مخته منل سوی وای. که سقاویان او یا دکابل اداره دا نه منی نو جنګ به نور هم اوږد سی.

  2. سلام
    ژباړن صاحب لومړی دسولې میکانیزم او مبادی پيژندل په کاردی چې سوله په یوه اسلامی ،مدنی او ملی ټولنه کې یعنی څه؟ بیا کوم عوامل دسولې اصلی ابزار اولارې چارې کېدلی شی او دسولې فکری ابعاد په کوم لوری ډیر راڅرخی؟ګلم جم خو له هر لوری داستعمار ګوډاګی اود سولې لپاره اهانت وه.
    دسولې په وړاندې استعمار او استعباد کې کورنی او بهرنی عناصر چې هم کره اوهم رېبه! په کورنیو عناصرو کې بیا دقدرت اومقام بې تجربه،نمایشی،امیتا بچن دوله تږی اماتوره سلاح کاران اوپه ارګ کې چبیان په اټکل یو قطبی ډله ده چې په ورانو شیدو کې خپلې ګټې وینی.
    بهرنی استعمار او ملګری ملتونه چې ملګری نه دی کوښښ کوی چې دبن بله ککړې مردارې معاهدې ته لاره برانیزی نو ځکه کله دښخوحقوقو،کله دبیان ازادی اوکله ما اوتا باندې ناوخته ماشومانه تورونه لګوی مانا دا چې پرسیاسی چوشک هم نه غلی کیږی اوهر خنډ رامخ ته کوی .
    دسولې په برخه کې دبین الافغانی ترنوم لاندې حکومت اوطالبان ګډ مسولیت لری چې یوې پرې کړې او طرجې ته ورسیږی او له سولې د ې نوره معجزه نه جوړوی چې دا دافغان ولس ضرورت دی اوبیا دغه دول زمینه به لاس نه راخی ښه به داوی چی افغانان خپلې ملامتې ومنی او سره کینی داله هرسیاسته یومعتبر،اوچت،منلی او دخیراوفلاح ګام دی .سوله ديوې ټولنې پوهه او پرمختګ تضمینوی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب