یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهامریکايي سناتور: که امریکا له افغانستانه ووځي، د دغه هیواد کانونه د...

امریکايي سناتور: که امریکا له افغانستانه ووځي، د دغه هیواد کانونه د چین لاس ته لوېږي

تاند(سې شنبه، د حمل۱۰) د کانګریس جمهوریپال غړی اډم کینزینګر وايي، امریکا باید په دې خاطر په افغانستان کې پاتې شي چې چین د دغه هیواد کانونو ته سترګې نیولي دي.

د امریکايي رسنیو د راپور له مخې، سناتور کینزینګر د دوشنبې په ورځ د (دي هیل) ورځپاڼې له لوري رابلل شوې مجازي غونډې ته وویل، افغانان غواړي چې له ناټو سره په ايتلاف کې پاتې شي. که موږ له افغانستانه ووځو او ناټو ووځي، فکر کوم بیخي ښکاره ده چې د افغانستان حکومت ته ګرانه ده چې پاتې شي.»

ده زیاته کړه«د افغانستان د کانونو شتمنۍ ته پام وکړئ، چین هغو ته څومره اړتیا لري چې په دې توګه پر نړۍ خپلې منګولې ښخې کړي.»

د امریکا له سروې ګانو سره سم د افغانستان د کانونو ارزښت د یو تریلیون او ۳ تریلیون ترمنځ دی.

د افغانستان حکومت په وروستیو کې هڅه وکړه چې د کانونو پر سر له چین سره بیا خبرې وکړي او د څه امتیاز ورکولو په بدل کې چین حاضر کړي چې د افغانستان په کانونو کې پانګونه وکړي.

کینزینګز، چې د امریکا د سناجرګې د بهرنیو چارو د کمېټې ريیس دی، ټینګار وکړ چې د امریکا متحد ایالتونه به له چین سره په نسلونو سیالۍ ته دوام ورکړي.

د امریکا او چین ترمنځ سیالي په وروستیو کې لا زیاته څرګنده شوې ده.

امریکايي چارواکو ویلي، چین ته به اجازه ورنه کړي چې د نړۍ پر لومړي اقتصادي قدرت بدل شي. خو اټکلونه ښيي چې ممکن چین تر ۲۰۳۰ پورې د نړۍ په لومړی درجه اقتصادي قدرت بدل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب