Homeخبرونهجلال اباد کې وسله والو درې ښځینه واکسیناتورانې ووژلې

جلال اباد کې وسله والو درې ښځینه واکسیناتورانې ووژلې

تاند (سه شنبه د حمل ۱۰) ناڅرګندو وسله والو د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې په دوو جلا پېښو کې درې ښځینه واکسیناتورانې په ډزو وژلي دي.

امنیتي سرچینو ویلي، نن سهار شاوخوا لس بجې د جلال اباد ښار اوومه او څلورمه ناحیه کې په دوو جلا پېښو کې درې واکسیناتورانې وژل شوي دي.

بله خوا ویل کېږي چې په دې بریدونو کې د درېیوو ښځو په ګډون څلور واکسیناتوران وژل شوي دي.

د ننګرهار مرکزي روغتون ویلي دي چې دوی ته د درېیوو ښځینه واکسیناتورانو جسدونه ور وړل شوي دي.

په ننګرهار ولایت پر ښځینه واکسناتورانو برید پر داسې مهال کیږي چې نن سې شنبه په افغانستان کې د پولیو واکسین درې وځینی پروګرام پيل شوی دی.

د ننګرهار ولایتي ادارې تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي او نه هم کوم چا یا ډلې ددې پېښې مسؤلیت منلی دی.

د یادونې ده چې څو ورځې مخکې هم وسله والو په جلال اباد ښار کې د انعکاس په نوم د یوه خصوصي ټلوېزیون درې ښځینه کارمندانې په ډزو ووژلې او له سیمې په تېښته بریالي شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...