زما ډاکټر، محی الدین احمد تور چواړی دی. تر ډېره وخته مې هندو ګاڼه.
د خدای بښلي پوهاند تږي. تر تاثیر لاندې وم چې هغه به له اباسین نه پورې غاړه پاکستانی، بنګله دېشی، هر څوک چې و، هندو باله ، یوه ښکنځل به یې هم ورغبرګه کړه، چې د اباسین نه آپلو ټول ووندوان دي ، د دوی دین د پلار داسې داسې کړم د نجسو! نو ما هم سم مسلمان ډاکټر تر هغې هندو باله، چې مې کوروالا ورته پام کړ.
زه د کاکړو خان یم چې چا ورنه د مرض پوښتنه کړې وه او هغه ویلي و،« چې څو تنه عزیزان لاس پر کښېږدي، هماغه ځای مې مریض دی.» نو زما هم یوسل یو مریضۍ دي . دا پېرته ډاکټر دا مېړانه راسره وکړه چې د موټر د لمبرپلېټ د پاره یې د هېنډی کېپ ، یا معیوبۍ، لیک راکړ چې د ترافیکو دفتر ته یې یوسم.
هغوی بیا نوی لمبرپلېټ را واستاوه چې هېنډی کېپ ورباندې لګېدلی و. دوه هفتې دمخه پوسته کې را ورسېد، پخوانی مې لرې کړ، دا مې ورسپرخی کړ. دا لمبرپلېټ ډېر کمالات لري. موټر هر ځای درولی شې، او که هلته د پارک ماشین هم ولاړ وي، ته مجبور نه یې چې پیسې ورکې واچوې. مختار یې چې سم یې پارکوې که برابرا. په اوله ورځ هسې د آزمېیښت دپاره لر بر وګرځېدم، هغو ځایونو کې موټر ودراوه چې عادي موټرو ته اجازه نشته، هسې به دوکان ته ننوتلم، بېرته به ووتلم، من غِوښې مې اخیستې چې موټر نه چا رسمی موظف لرې کړی، نه ورباندې د جرمانې ټکټ و.نژدې مې امریکې ته دعا کړې وه چې خپل معیوبان داسې پالي.چې کور ته ورسېدم، مېرمنې مې په خندا ور پرانیست، «بختور دې شه معیوبه، په دې نوي نوزي یعقوبه» ما وویل دلته خو یعقوب معنا نه ورکوي. هغې ویل چې بله قافیه یې و نه موندله. بېحده خامتما یې ځانته.
وړاندې جمعه ډاکټر یو بل شګنکی هم راپورې وځړاوه چې د زړه ورزېدا مې مانیټر کړي، ویې څاري. ویل یې چې درد راشي، یادې زړه تیګا کوي. دا تڼۍ کښېکاږه، روغتون درباندې خبرېږي. دوه مزي ورنه راوتلي، په ټټر مې سرېښ وو.
وړمه ورځ چې بیا د خپلې باغیچې دپاره ، د کیمیاوي سرې پسې وتلی وم، دا نوې اله مې په ټټر زنګېده، دا بدله مې زمزمه کوله: پرې مې ده دا تورې څڼې چې په مخ زانګي. هلته مې موټر په لوی لاس په یوه غلط ځای کې پارک کړ. یوه خیرمن امریکايي د سرې درنې کڅوړې ټول باکس کې راته کېښودې. عجیبه ده چې دا مغرور امریکایان، چې ترې وغواړې، درانه پنډونه درته چلوي.سعدي که څه هم په پاړسي ویلي، خو ښه یې ویلي چې؛
بني آدم اعضای یکدیګرند که در آفرینش زیک جوهرند، که(ګوهرند)، هره بلا چې وي پخه خبره ده.
چې کورته ورسېدم، د موټر دروازه مې خلاصه کړ، چې وتلم، ښۍ پښه مې ونښته، درز راپرېوتم. پوښتۍ مې ولګېدې. چې درد یو څه کم شو د پاڅېدو تکل مې وکړ خو و نه شو. نوهماغلته، د دروازې تر شا په سړک کرار پرېوتم. بیا مې په تکلیف له جېبه تلفون راوکېښ، کور ته مې تلفون وکړ. مېرمنې ته مې ویل چې یو ځلي بهر راووځه. هغې وویل چې دوه رکعته مې د لمانځه پاتې دي، بیا به درووځم، ته ولې کور ته نه ننوځې؟ ما نه غوښتل چې وارخطا یې کړم، نو ومې ویل چې سره مې را وړې ده، را سره ښکته یې کړه. خو هغې ته مهمه ښکاره نه شوه، غوږی یې کېښود. ما بیا د پا څېدو تکل کاوه، خو دا مې وګڼله چې هماغلته پروت ښه یم. ځنډ وروسته ، دا را ووتله، چیغې یې کړې. چې وارخطا نشي ما وخندل، په شرنګولي آواز مې کړل :
شرنګ د پایزېب دې عالمونه خبروینه آشنا ورو ورو کېده قدمونه .
تر دې به نو ظلم چېرته وي چې هلته مې وطن ته د الوتکې ټکټ سوزي او دلته ډاکټر څلور میاشتې له سفره منع کړی یم؟
سې شنبه, 14.06.2011