جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهنوی ښوونیز کال؛ پکتیا کې به ۳۰ زره نجونې او هلکان ښوونځيو...

نوی ښوونیز کال؛ پکتیا کې به ۳۰ زره نجونې او هلکان ښوونځيو کې شامل شي

تاند(سه شنبه، د حمل ۱۰) د پکتیا د پوهنې ریاست چارواکي وايي، چې نوي ښوونیز کال کې به د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۳۰ زره نجونې او هلکان ښوونځیو کې شامل شي.

دوی له خلکو غواړي هغه هلکان او نجونې چې په ښوونځي کې د شاملولو عمرونه يې پوره کړي وي، د خپلو سیمو په نږدې ښوونځیو کې دې شامل کړي.

بلخوا عام خلک دې کار لپاره چمتوالی ښایي، خو غوښتنه کوي، چې د پوهنې په برخه کې د شته ستونزو هوارولو ته دې پاملرنه وشي.

د پکتیا پوهنې ریاست، مدني فعالانو او قومي مخورو، ددې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ښوونځیو ته د ماشومانو د شاملولو لپاره د عامه پوهاوي کمپاین پیل کړی دی.

د پکتیا د پوهنې رئیس کوچي ځاځي نن رسنیو ته وویل، د دوی د دې کمپاین څخه موخه داده چې د ښوونځي د عمر برابر ماشومان له زده کړو بې برخې نشي او کورنۍ وهڅیږي، چې د خپلو نږدې سیمو په ښوونځیو کې د خپلو ماشومانو نوم لیکنه وکړي.

کوچي ځاځي زیاته کړې، “د پکتیا د پوهنې ریاست د ۱۴۰۰ښوونیز کال لپاره پلان لري، چې ۳۰زره هغه ماشومان چې د ښوونځي عمر يې پوره کړی وي، هغه مو په ښوونځیو کې شامل کړل، چې نیمايي به يې نجونې وي، ددې لپاره دغه موټریز کاروان چې راوتلی، د پټان پوهنیز کاروان په نوم باندې، موږ له خلکو غواړو تر څو خپل ماشومان که نجونې او یا هلکان په خپلو نږدې ښوونځیو کې يې شامل کړي.”

د پکتیا د اوسیدونکو په وینا، که چیرې موږ غواړو په نړۍ کې د یو سیال هېواد د وګړو په توګه ژوند وکړو، نو باید خپل اولادونه ښوونځیو کې شامل کړو.

د څمکنیو د سیمې یو ښوونکی عاشق الله ځلاند هم وايي، چې د یادې ولسوالۍ په ښوونځیو کې د نورو ستونزو تر څنګ د ښوونکو د کمښت ستونزه جدي ده.

نوموړی زیاتوي، دوی په خپل لومړنۍ ښوونځي کې چې تر نهم ټولګي پورې زده کوونکي په کې زده کړې کوي، ۵ ښوونکي لري، چې دا يې یوه بیلګه ده.

د مسوولینو په وینا سره له دې چې د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې له ۶ کلونو راهیسې د نجونو ښوونځي د طالبانو له لوري تړل شوي، خو د پوهنې چارواکي تمه څرګندوي، چې د دوی او د سیمې د مخورو په هڅو به سږ کال یاد ښوونځي بیرته د نجونو پرمخ پرانیستل شي.

د یادونې ده، چې په پکتیا کې ټول ۲لکه ۶۰ زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې ۷۳ زرته تنه يې نجونې دي.

د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۴۱۱ حکومتي ښوونځي او ۴۸ خصوصي ښوونځي فعالیت لري.

سږ کال د پکتیا د ښوونځیو له دولسمو ټولګو ۴۷۸۲ تنه فارغ شول، چې نږدې ۴۵۰ تنه نجونې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...