علامه محمود طرزی د افغانستان د ژورنالیزم پلار او د هېواد له خپلواکۍ وروسته د افغانستان د باندینیو چارو لومړنی وزیر
غلام حضرت صالحزوي
محمود طرزي د سردار غلام محمد خان زوي، د سردار رحمدل خان لمسی د سردار پاینده محمد خان کړوسی دی چې د 1865 زېږدیز کال د آګست د میاشتي پر 23 په غزني کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستي دی. موریې د شهزاده مودودخان سدوزي لور وه.
د 1882 میلادي کال د جنوري په 17 محمودطرزي کورنۍ د امیر عبدالرحمن خان له خوا له دې امله له افغانستان نه عثمانې ترکېې ته تبعید شوه چې د سیاسي واکمنۍ ترلاسه کولو د رقابت په وخت کې د سردار محمد ایوب خان پلوي یې کوله. د وی کورنۍ لومړی کراچۍ اوبیا بغداد نه وروسته دمشق ته ولاړل او هلته مېشت شول . پدې وخت کې دمشق ښار د عثماني امپراتورۍ د روڼ آندو مرکز وو.
ځوان طرزی هلته ډېر ژر عربي او ترکي ژبې زده کوي او له هغه وروسته آلماني، فرانسوی او انګلیسي ژبې هم د ترجمې او ژباړې تر کچې زده کړې او دوه ځلې د اروپا مختلفو برخو ته سفر وکړ. په 1885 او 1886 کلونو کې دوه ځله له سلطان عبدالحمید – عثماني ترکې له امپراتور سره ولیدل .
په 1891 کال کې له اسما نومې سره یې په دمشق کې واده وکړ.
هغه د 1896 – 1897 کلونو ترمنځ په استانبول کې له افغان سیدجمال الدین سره معرفي کیږي چې د دغو دوو کلونو په موده کې سیدجمال الدین افغان سره ژوره دوستي پیل کوي او د هغوی له افکارو، عقایدو او اسلامي تجدد ګرایی نه متأثره کیږي.
محمود طرزي او کورنۍ یې د امیر حبیب الله خان د عفوې د فرمان په اساس په 1902 زېږدیز کال کې له 23 کلونو تبعید نه وروسته کابل ته راستانه اونوموړی د امیر له خوا د شاهي دارالترجمې رئیس مقرر شو.
د محمود طرزي دو لورانو له افغان شهزاده ګانو سره ودونه وکړل چې ملکه ثریا یې له امیر امان الله خان سره او بله لور یې له سردار عنایت الله خان سره واده کړی دی.
په افغانستان کې ټولنیز بدلونونه د امیر حبیب الله خان په وخت کې پیل شول . مثلا د حبیبې لېسه په 1903 کال کې تاسیس شوه ورپسې حربي ښوونځی او په 1906 کال کې د مولوي عبدالرووف په مشرۍ د سراج الاخبار لومړۍ شمېره چاپ شوه. پاته د نه وي چې شمس النهار د افغانستان لومړنی اخباروو چې د امیر شیرعلي خان په دوره کې له سراج الاخبار نه 28 کاله مخکې نشر شوی دی.
که څه هم سراج الاخبار له لومړۍ شمېرې وروسته بند شو خو شپږ کاله وروسته په 1911 دوهم ځل د محمود طرزي په مشرۍ چاپ او شاوخوا اوه کاله نور نشر شو.
له علامه محمود طرزی نه 25 چاپي کتابونه او شاوخوا 500 مقالي او مضامین پاته دي چې یو شمېر یې لا ندي چاپ شوي او د هغه له کورنۍ سره موجود دي.
د یادولو وړ ده چې په 1355 هجري لمریز کال کې په سراج الاخبار افغانیه کې د محمود طرزي چاپ شوې مقالې نیمه پېړۍ وروسته د مرحوم عبدالغفور روان فرهادي له خوا راټولې او چاپ شوې.
محمود طرزي له 1919 -1922 کال پورې د خپلواک افغانستان د باندینیو چارو لومړنی وزیر په حیث دنده سرته رسولې ده او د 1921 کال په اپریل کې د – Apr. 12, Musoorie Independence conferences
یا د افغانستان د خپلواکۍ په کنفرانس کې برخه واخیسته.
همدا راز د 1921 کال له جنوري تر نوامبر میاشتو پورې د افغان او نګلیس د مذاکراتو ریاست او مشري وکړه .
له 1922 -1924 کال پورې محمود طرزي په پاریس کې د افغانستان د لوی سفیر په حیث دنده اجرا کړېده چې په همدې موده کې له فرانسې سره د دوستي تړون نه علاوه په کابل کې د استقلال ښوونځي د جوړولو او همکارۍ موافقتنامه ، فرانسې ته د افغان محصلینو دلېږلو او افغانستان ته د فرانسوي لرغون پېژندونکو رالېږلو موافقتنامه هم لاسلیک شوی ده.
له 1924- 1927 کلونو موده کې د دوهم ځل لپاره د افغانستان د باندینیو چارو وزیر په توګه مقرر شوی دي.
په 1927 کال کې د علاج او تداوي لپاره اروپا ته سفر کړی.
په 1928 کال کې بیا د افغانستان د باندینیو چارو وزیر په توګه مقرر او مصر ته د رسمي سفر لپاره تللی دی.
په 1929 کال کې کله چې اماني دولت سقوط وکړ ، محمود طرزي د حبیب الله کلکاني له خوا په اعدام محکوم شو ، خو هغه د کندهار له لارې ایران او بیا ترکېې ته لاړاو د ژوند ترپایه هلته پاته شو.
علامه طرزي د خپل ټول ادبي فعالیت او ورځپاڼې لیکلو سره د امیر امان الله خان د پاچاهی په وخت کې دافغاني ټولنې د تحول او تجدد لپاره کار وکړ . محمود طرزي د 1933 کال د نوامبر په 23 په استانبول کې وفات او د ایوب انصاري د زیارت خواته ښخ شوی دی.
د افغانستان د باندینیو چارو وزارت جوړل، نړۍ ته د افغانستان معرفي کول او له نورو هېوادونو سره د دوستۍ او همکارۍ قراردادونه لاسلیک کول له هغو مهمو کارونو نه دي چې دلته یې یادونه وشوه .