ادیبان د هغه انسان له شرارت سره جګړه کوي، چې نا انساني سرچینې ولري، تر څو هغه انسان څخه شرارت ورک کړي او د هغه انسان څخه یو روغ انسانیت لرونکی انسان جوړ کړي، خو خبره دلته ده، چې موږ ټولنه کې هغه چا ته هم ادیب وایو، چې هغه خپله شرارت راپیدا کوي، یوه ناوړه انساني مفکوره او فکر لري.
ادیب د ټولنې هنداره ده، هر څوک کولای شي، د ادیب په لیکنو کې ځان وګوري. خپل ښه او بد کرکټرونه پکې لیدلی شي.
ادب داسې وي، چې لۀ هر انسان ناوړه عادت، خویونه، کړنې، ناوړه فکر او مفکوره لرې او کچي کړي. همدا شان د ټولنې ناوړه رواجونه او عملونه اصلاح لپاره کار وکړي. خپل هیواد ته د قلم په واسطه بقاء او پايښت ورکړي. تل د ناوړه کړنو په مقابل کې لکه غر درېږي، ځان ورته سپر کړي.
په ټوله کې دده موخه د یوه غوره انسان رامنځته کول دي.
د ادیب سره داسې څه شته، چې نور خلک ترې بې برخې دي، هغه دده ژبه ده، چې له عادي ژبې سره توپیر لري، یو څه نور خلکو څخه په برعکس وړاندې کوي او په تا یې مني. ادیب سره هنریت، عاطفه او تخییل دی، چې هر څه داسې درته وړاندې کوي، لکه چې هنداره کې ګورې. په زړه داسې اغېزه کوي، چې بل هېڅ شی دومره سخته اغېزه په زړه نه کوي. ادیب کولای شي، د انسان احساسات په اسانه راوپاروي او دی پرې پاچاهي وکړي.
هر ادیب د خپلې ټولنې هنداره او اولاد دی، چې په اسانه کولای شي، د خپلې ټولنې اصلاح لپاره انسان ته د تلپاتې انساني ابدیت حس ور کړي.
ادیب انسان ته روحي سکون او ارامي ورکوي، انسان د ژوند په خوند، رنګ، مانا او مفهوم پوهوي. د ښه ژوند لارې، چارې انسانانو ته ور په ګوته کوي او یو ارامه او سوکاله ژوند ته کار کوي.
مینه، عاطفه، خوند، هنرونه، عشق یې په رګونو کې منډې رامنډې وهي، په خلکو او ټولنه کې پاشي. تل د ژوند او انسانیت لپاره سندرې وایي. ادیب بافرهنګ وي، خپل کلتور او دودونو ته په ویاړ اوافتخار کار کوي، تل خپل کلتور څخه دفاع کوي. د خپلې ټولنې بد کلتور شاخونه پرې کوي. ادیب څه دی، خو د ټولنې معلم دی.
ادیب لۀ هر چا ښه کار کولای شي او په هر چا یې اغېزه وي، لوی علت یې دده علم او هنر دی چې ادیب یې لري، یعنې ادیب هنر او علم لري. په علم کې هر څه د منطق، استدلال او ساینس په واسطه ثابتېږي او ثابتوي یې. علم هر څه مطلق ثابتوي، هنر بیا داسې څه نه کوي. پوهان وایي:((هنر ذاتا د احساس د بیانولو يوه بڼه ده.)) ادبیات خپله د هنر برخه کېدای شي.
دا چې ادیب په هنر او علم سمبال وي او لري یې، په همدې وجه په ټولنه او خلکو باندې زیاته اغېزه لري. ادیب کولای شوي، منطق، استدلال او علم په هنري بڼه درته بیان کړي، په انسان یې ومني، چې دې کار ادیب ته تر هر انسان لوړ مقام او درجه ورکړې.
که موږ تاریخي، فلسفې، اروایي، پولیسي ناولونه … شاعري او هنري نثرونو ته نظر وکړو، حقیقت پکې په هنري ژبه بیان شوی دی. منطق، استدلال او علم یې په هنري ژبه بیان کړی دی، چې په انسان باندې په اسانه اغېزه کولای شي. دا کار د ادیب دی چې کوي یې. همدا کار دی چې د ادیب لوړوالی او په ټولنه کې ډېر رول ثابتوي. دغه دلیلونه دي، چې ادیب په ټولنه کې ډېر مثبت بدلونونه راوستلی شي او ټولنې ته د یو معلم حیثیت لري.