شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeټولنیزجادو او جادوګري| ژباړه: نظرمحمد افغان

جادو او جادوګري| ژباړه: نظرمحمد افغان

ليک: امجد اوسلو

کوډې، سحر يا جادو يوه داسې موضوع ده، چې له پخوا زمانو راهيسې يې د انسان پام ځان ته اړولی دی. په شريعت کې سحر يا جادو حرام کار دی؛ ولې ځينې نور بيا وايي، چې که د ځان د ژغورنې او خوندي کولو لپاره زده شي، باک نه لري.

د جادو په اثر او اغېز کې اختلاف دی. ډېر عالمان په دې اند دي، لکه څنګه چې نظر تاثير کوي، همداراز جادو هم اغېز ښندي او دا کار په سلګونو خلکو ليدلی هم دی. ځينې نور بيا وايي، چې سحر په خپل ذات کې څه تاثير نه لري او نه سالم عقل دا منلی شي؛ البته د انسان وهم متاثره کولی شي.

موږ په دې مضمون کې په دې نه غږيږو، چې جادو څه تاثير لري، کنه؟ يا حلاله ده او که حرامه؟ بلکې هڅه مو دا ده، چې روښانه کړو؛ د نړۍ په بېلا،بېلو برخو او مختلفو قومونو کې د جادو کولو کومې طريقې کارول کيږي؟ کوډګر کومې لارې، چارې په کار اچوي؟ موږ دلته د کوډو پر دوو ډولونو غږيږو، چې تاسو يې د دوو بېلو مکتبونو په توګه هم منلی شئ:

۱. هوميو پيتک يا بالمثله جادو

(Homeopathic Magic)

۲. متعدي او ناولې جادو

(Contact or Coniagius Magic)

په باالمثله جادو کې لومړی د دښمن مجسمه جوړه او بيا ورته زيان رسيږي، چې په دې ترتيب دښمن په رښتيا تباه کيږي؛ خو په متعدي يا ستمګرې جادو کې د دښمن پر لباس يا پر هغو څيزونو چې د نوموړي بدن يې لمس کړي وي، جادو کيږي او دښمن زيانمن کيږي.

دا دواړه خورا خطرناک او وېروونکي دي. د بېلګې په توګه: تاسو د يو چا بدلې کړې جامې تر لاسه کوئ او هغه ته زيان رسوئ.

د بالمثل کوډګرو په وينا، دا ډول کوډګري په هر پېر کې جاري وه او نن هم شته. کله چې مطلب د يو چا دردول، ټپي کول او يا وژل وي، نو لومړی د هغه سړي مجسمه جوړيږي او بيا په کې ستن وهل کيږي، چې له دې سره دښمن د خپل وجود په هماغو برخو کې تکليف احساسوي او په پای کې له منځه ځي.

په پخواني هند، بابل او مصري ټولنو کې دا ډول جادو خورا عامه وه.

په پيرو هېواد کې اوړه او غوړ سره ګډوي او بيا يې د دښمن په لاره کې اچوي. د مالېزيا کوډګر، د دښمن پرې شوي نوکان، وېښتان، وروځې، د خولې لاړې او نور را اخلي او د شاتو مچيو د ځالې له موم سره يې ګډوي او بيا ترې د دښمن جسد جوړوي. بيا تر اووه ورځو پورې په دې جسد پسې نری اور بليږي. تر اووه شپو وروسته بيا په بشپړ ډول سېځل کيږي او دښمن برباديږي.

دا خو د وژلو طريقې وې. اوس راځو د ژوند برخې:

دا ډول چارې ډېر کله د باراخيستنې (حمل) او د پلار کېدو لپاره ترسره کيږي. د سماټرا په سيمه کې شنډه ښځه د لرګي بت په خپله غېږه کې اخلي او د څو منترونو تر لوستلو وروسته احساسوي، چې په رښتيا هم بلاربه شوې ده.

په بورنيو سيمه کې د ښځې د آسانه زېږون په پار جادوګر راغوښتل کيږي. هغه راځي او څو منترې لولي. پر همدې مهال يو بل جادوګر د زېږون له کوټې بهر، کټ، مټ د زچه ښځې څېره جوړوي. نوموړی له خپلې خېټې سره درنه تيږه تړي او هڅه کوي، چې ځان ډېر په عذاب وښيي. د لنګون تر وخته نوموړی همدا حالت اختياروي.

د جادو له لارې علاج هم کيږي او دا د جادو مثبت اړخ دی.

له بالمثله جادو سره د ناروغيو درملنه کيږي؛ په ځانګړي توګه د زيړي د ناروغانو. د درملنې پر مهال ناروغ له زيړو څيزونو، زيړې روښنايۍ او په ځانګړي توګه د لمر له رڼا څخه لرې ساتل کيږي. د ناروغ په کوټه کې د سرې روښنايۍ بندوبست کيږي او دې کار لپاره يو ډول د سرو پاڼو لرونکی بوټی هم ځوړنديږي.

دا مهال بامبړ(پنډت) پرې منتر لولي، چې څه الفاظ يې په دې ډول دي: (( ستا د زړه درد او ستا زيړی به آسمان کې لمر ته ورستون شي. موږ به يې په سره بوټي کې ونغاړو. موږ به ستا زيړی په مرغانو ولګوو.))

د منتر لوستو پر مهال د زيړي ناروغ ته د ياد بوټي اوبه هم ورڅښل کيږي. تر دې وروسته د زيړي د له منځه وړلو لپاره ناروغ له کټ سره تړل کيږي او د ناروغ له سر سره مرغان تړل کيږي. د حيرانۍ خبره خو دا ده، چې دغو درې واړو مرغانو ته د زيړي ناروغي لېږدول کيږي او ناروغ، روغيږي.

آخر دا هر څه، څه دی؟ دا څه ډول ځواکونه دي، چې دا ډول مرستې کوي؟ په دغو خبرو (منترونو) کې څه اغېز دی؟ د دغو کارونو تر شا څه راز پروت دی؟

دا داسې خبرې دي، چې نه يې عقل منلی شي او نه په ساينس کې د توجېه وړ دي. پر دې سربېره بيا هم تاثير لري، آخر ولې؟

ښکار لپاره هم همدا ډول بې شمېره کوډې او ټوټکې عملي کيږي. په دغو سيمو کې دا رواجونه له کلونو راهيسې دود دي.

په کولمبيا کې که کوم ښکاري تر جال لګولو وروسته ښکار ونه مومي؛ نو بيا ځان له يوې مخې لوڅوي. ډېر لري ځي او له هغه ځايه په مړژوانده ګامونو داسې راروانيږي، ګوندې جال يې هېڅ نه وي ليدلی. بيا ځان په جال کې ګيروي او په زوره، زوره چغې وهي: (( الۍ…! دا څه دي؟ زه وېرېږم…! زه ښکار شوی يم…!)) د دې خلکو په باور، چې تر دې وروسته هرو، مرو جال ته ښکار راځي.

د څېړنو له مخې کوډګر په يوه وخت کې له مثبتې او ناروا جادو څخه ګټه اخيستلی شي. هغوی ځانونه ټاکلو اصولو ته نه تابع کوي.

په عام ډول کوډګر له منفي کوډو څخه ډېره ګټه اخلي. د دې لامل دا دی، چې همدا منفي جادو په عملي ډول د ګټنې وړ ده.

په دواړو کې فرق دا دی، چې د مثبتو منترونو جادوګر داسې وايي: ((داسې وکړه، هغه داسې کيږي!)) او د منفي منترونو والا جادوګر وايي: ((دا کار مه کوه، کنه تاوان لري!))

په ډېرو هېوادونو کې بد شګون يا انګېرنې د اهميت وړ دي.

د نړۍ په هره سيمه کې د هماغو وګړو د دودونو، رواجونو او بارونو له مخې انګېرنې دود دي. زموږ په سيمو کې هم، د دا ډول باورونو کمی نشته. راځئ، چې د دې ټوټکو او انګېرنو يو جاج واخلو!

د شرق الهند په ټاپوګانو کې، که څوک د کوم ښکاري ليدو ته د هغه کور ته ورځي؛ نو بايد چې څوک يې په وره کې ونه دروي. دا خلک په دې عقيده دي، چې که دغه سړی په وره کې ودرول شي، يا شا لور ته وګوري؛ نو ښکاري ته ښکار نه پيدا کيږي.

د تورو اوبو هنديان، چې روزګار يې د بازانو ښکار کول دي، کله چې ښکار لپاره جال وتړي؛ نو بيا په هېڅ صورت کې خوراک، څښاک نه کوي. د دوی په اند، چې له خوراک او څښاک سره د باز په خېټه کې درد پيدا کيږي او د جال پر لور نه راځي.

په ملاګاسي سيمه کې پوځيان د هېڅ څاروي پښتورګي نه خوري. دا ځکه چې د دوی په هېواد کې پښتورګي او مرمۍ خوړلو لپاره يو ډول کلمه کارول کيږي او دا خلک د پښتورګي تر خوړلو وروسته داسې فکر کوي، ګواکې مرمۍ يې خوړلي وي. د دوی په زړه کې دا خبره ځای نيسي، چې د پښتورګو تر خوړلو وروسته به دوی هرو، مرو په مرمۍ لګيږي.

په لاوس کې د پيلانو ښکاريان له ښکار څخه دمخه خپله ماندينه د وېښتانو له پرېکولو يا د ځان له غوړولو څخه منع کوي. دوی باور لري، چې که په کور کې يې ښځه خپل وېښته پرې کړي؛ نو پيل به جال وشلوي او وبه تښتي او که هغه پر ځان تېل ومږي؛ نو پيل به يې له لاس څخه وښوييږي.

دا خو څو انګېرنې وې. اوس به د جادو د مختلفو ډولونو مختلفې طريقې ولولو:

که کوم ځوان د شپې مهال له هديرې څخه د قبر خاوره راوړي او بيا يې د خپلې معشوقې د مور او پلار په بستره کې وشيندي؛ نو په دې شپه به د جينۍ مور او پلار د مرګ په خوب ويده شي. په پخوا وختو کې به غلو له همدې ډول خاورې څخه په ګټنې، د خلکو په کورونو کې سوري ويستل؛ ځکه چې کور والا به دمرګ په خوب ويده کېدل او غلو به مال، دولت لوټ او وبه تښتېدل. هندوان دې کار لپاره د سوځول شوي مړي ايره استعمالوي او د اروپا خلک په په دار کې دځړيدلي مړي، وچ لاس په همدې موخه استعمالوي.

خدای خبر چې انسانانو ته د جادو زده کړې چا وښودې او دوی نوې، نوې لارې، چارې له کومه زده کړې؟ انسانان کوډو لپاره له ځناورو، مرغانو او خزندګانو څخه هم ګټه اخلي.

د مرغانو په اړه يو بل باور هم شته. د کارغه له هګۍ سره سپين وېښته توريږي. په وېښتو کې د هګۍ مږلو پر مهال شخص په خوله کې تېل اچوي او که داسې ونه کړي؛ نو غاښونه يې هم توريږي او هڅکله به هم سپين نه شي.

آخر دا باورونه او انګېرنې څنګه وي؟

انسانانو زرګونه او لکونه څيزونو ته خدای ويلی دی. د هغوی عبادت يې کړی دی. د هغوی له لارې يې طاقت لاس ته راوړی دی او يا يې هم چا ته زيان رسولی دی.

خاوره، څاروي، مرغان، اوبه، اور، ونه، وريځه، برېښنا، چينجي، هډوکي، د سر وېښته، لاړې، جامې، نوکان او خدای خبر نور څومره څيزونه دي، چې په همدې برخه کې د انسانانو د ګټنې وړ دي او يا هم کوډګر د وهم په پيدا کولو سره انسانان وېروي.

په دغو زرګونو او لکونو څيزونو کې ډبره هم په خپل ځای د اهميت وړ ده. نن هم موږ د انسان په قسمت کې د تېږو د رول کيسې لولو. په هندو مذهب کې تيږه يا ډبره ځانګړی اهميت لري.

په برهمنانو کې دا رواج دی، چې د واده پر مهال ناوې د يوې تيږې له پاسه تېروي. د دوی په باور، چې له دې کار سره د واده تړون د تيږې په څېر کلکيږي. په لرغونو زمانو کې خلکو د قيمتي کاڼو پر جادويي خواصو عقيده لرله؛ ځکه چې نوموړو خلکو به يادې تيږې د تاويز په شان په غاړه کولې. په داسې حال کې چې د ګاڼې په توګه د دوی استعمال ډېر وروسته دود شو.

په لرغوني يونان کې کرښې لرونکې ډبرې قدرمنې وې. دوی عقيده لرله، چې که د قلبې پر مهال د غويانو په دواړو ښکرو کې وتړل شي، د کښت حاصل څو چنده ډيريږي. نوموړو به د صبر، زغم او بردبارۍ لپاره سليماني عقيق کاراوه. د دوو ورونو د اتفاق لپاره به يې د دواړو په غاړو کې مقناطيسونه تړل.

ستورپېژندنه يا علم نجوم هم ارزښت لري. په لرغونو هندو کتابونو کې يې ليکلي دي: ((د واده پر ورځ تر لمر پرېواته وروسته بايد زوم له ناوې سره يو ځای په پرانستي ميدان او يا هم پر بام د قطبي ستوري د راختو انتظار وباسي. د ده په راختو زوم بايد خپلې ناوې ته قطبي ستوری وښيي او ورسره دا کلمې ولولي: ((ته د تل لپاره قايم يې. ای قايم او دايم ذاته! زموږ جوړه هم همداسې قايمه او دايمه وساته!)) تر دې وروسته خپلې ناوې ته وګوري او ووايي: ((خدای ته زما د بچيانو زېږولو لپاره پيدا کړې يې.)) تر دې وروسته ښځه ووايي: ((زرګونه خزانونه دې راشي او داسې دې تېر شي.))

دا ټول د خواخوږو يا هوميوپيتک کوډو په کتار کې راځي. راځئ، چې اوس لږ ناپاکې او ستمګرې جادو ته تم شو.

د ناولې جادو له اصولو سره سم، له بدن څخه په رابېلې شوې برخې يا له بدن سره په لګيدلي څيز کوډې کيږي او اغېز يې جوخت په اړوند شخص لويږي. دا ډول کيسې په ټولې نړۍ کې مشهورې دي.

د انساني بدن غاښ، وېښته، نوک، نو (ناف)، د زېږون پر مهال د ماشوم له نو څخه رابېلې شوې برخې، وينه، خوله، جامې لنډه دا چې پر هر څيز کوډې کېدلی شي او له سلګونو کلونو راهيسې جادوګران همدا ډول کارونه کوي. زموږ په سيمو کې هم ليدل کيږي، چې نجونې خپل وېښته ږمنځ کړي؛ نو يو بلا وېښته له ږمنځ سره وځي. دوی يې بيا غوټه کوي او بيا يې بهر غورځوي. کنه د دې احتمال شته، چې د همدغو وېښتو له لارې دې پر هغوی کوډې وشي. په ډېرو کورونو کې زړې شوې جامې سوځول کيږي؛ ځکه چې د دوی په وسيله هم سحر شونی دی. سامري جادوګر هم همداسې کړي وو. نوموړي له هغې خاورې څخه کار واخيسته، کومه چې د حضرت جبراييل(ع) د اسپې تر سومونو لاندې راغلې وه.

د سامري لنډه کيسه داسې ده، چې د بني اسراييلو په قوم يا په سامري کورنۍ کې يو سړی و، چې نوم يې موسی بن خضر و. دا سړی پوخ زرګر و او په بت جوړونې کې يې هم ساری نه و.

په کومه ورځ چې فرعون ډوب شو، حضرت جبراييل(ع) پر يوې اسپې سور، د بحر په غاړه ګرځېده او په کوم ځای کې چې د اسپې پل ايښوده، هغه ځای شين کېده.

د غه سړي حضرت جبراييل(ع) پېژنده. ده د سومونو خاوره راټوله او د تبرک په ډول يې له ځان سره وساتله. هغه باوري و، چې دا خاوره به يې يو وخت په کاريږي.

کله چې حضرت جبراييل(ع) د طور غره ته لاړ؛ نو بني اسراييلو حضرت هارون(ع) ته وويل: ((زموږ خلکو له قبطيانو څخه ګاڼه راوړې وه. اوس يې څنګه کړو؟)) حضرت هارون(ع) ورته وفرمايل، چې دا کالي وسوځوي او په خاوره کې يې ښخ کړي. دا وخت سامري وويل: ((که دا ګاڼه ما ته راکړی شي؛ نو زه به د موسی(ع) د علم عصا په مرسته ترې يو څه جوړ کړم.))

بني اسراييل د ده په خبرو تېروتل. سامري ترې د سرو زرو خوسکی جوړ کړ او دغه خاوره يې د ده په خېټه کې واچوله. له دې سره په خوسکي کې حرکت پيدا شو او په رمباړو شو. ځينو ته په کې غوښه او پوستکی هم ښکاره شو. سامري او ملګرو يې وويل، چې موسی(ع) د حق په لټه کې وتی دی او هغه دلته دی. هغه تېروتی دی. الله(ج) په خپل سپېڅلي کلام کې فرمايي: (س طه، ع ۴) ((دا ستاسو او د موسی(ع) معبود دی، پس هغه تېروتی دی.))

د سامري په دې کوډو اته يا دولس زره بني اسراييل د خوسکي په عبادت بوخت شول. په معالم التنزيل کې ليکي، چې سامري حضرت جبراييل(ع ځکه پېژنده، کله چې سامري وزېږېد، نو مور يې د فرعون له وېرې د نيل سيند په غاړه په يوه کوهي کې واچاوه. هماغه مهال حضرت جبراييل(ع) د ده پر ساتنې وګمارل شو. هره ورځ د ده خوا ته راته او هغه يې روزه.

د بني اسراييلو له دې پېښې څخه وروسته حضرت موسی(ع) ورته ښېرا وکړه، چې که هر چا دی لمس کړ، نو لمس کوونکی او دی به په تبه اخته کيږي.

ويل کيږي، چې تر ننه په سامري کورنۍ کې دا خبره عامه ده، چې که له پرديو سره ولګيږي، نو ټول ټبر يې په تبه اخته کيږي.

يعنې دا چې جادو داسې اغېز لري، چې ټول قوم بې لارې کوي. ځکه چې ساحران د کمزورو عقيدو والا پر وړاندې ناشونی، شونی ښيي. دا مصنوعي کارونه دي او د دې کارونو ترسره کوونکی، يعنې په خپله جادوګر خپل منفي ځواکونه په کار اچوي او دا چارې اغېزمنې ښيي. د بېلګې په توګه، د اروپا په څو هېوادونو کې داسې عقيده شته، که د چا د پښو پر پل چاړه راښکل شي، نو هغه سړی ګوډ يعنې معلوليږي. دا عقيده له ډېر پخوا راهيسې تر دې دمه رارسېدلې ده. د فيثاغورث وينا ده: (( د بل چا د پښو په خاپونو کې چاړه يا مېخ مه ټک وهئ!))

له دې خبرې دا څرګنديږي، چې هلته دا ډول چارې هم ترسره کېدې. هغه دا هم ويل: ((له خوب نه د راپاڅېدو پر مهال له خپلې بسترې څخه د خپل وجود ټولې نښې لرې کړئ!))

تاريخ شاهد دی، چې جادوګرۍ تل پر خپل علم او سحر غرور کړی دی. ده نبيان او وليان ننګولي دي. د خدای په خدايۍ کې يې نه يواځې د لاسوهنې هڅې کړي؛ بلکې دعوې يې هم کړي دي. ځينې وختونه يې پخپله ساحران هم آزاد پرېيښي دي او کله چې انتها ته رسيدلي دي؛ نو بيا يې ورته واګي راکش کړي دي.

په سحر او مذهب کې بنسټيز توپير همدغه دی، چې دا د تباهۍ او بربادۍ علمبردارد دی او هغه د نېکۍ، سلامتيا او سولې لاره ښيي.

پخوا وختو کې (يا ښايي نن هم هندوان داسې کولی شي) يوه برهمني شاګرد به د باران ورولو ځواک ترلاسه کاوه او ځانګړې شوې کلمې به يې يادولې. دا کلمې په يوه لرغوني هندي کتاب ساماويد کې ليکل شوي دي. د دې سندرې نوم ((سکواري)) دی. د دې علم په مرسته زده کوونکی له خپلو ملګرو څخه بېل او ځنګله ته ځي. په ځنګله کې د دې مېشتېدا موده له يوه څخه تر دولس کالو پورې ده. په دغه موده کې ياد سړي مختلف شرطونه په پام کې نيسي. لکه:

1. تورې جامې اغوستل او تور رنګه خواړه خوړل.

2. په ورځ کې درې ځله اوبه ښکلول.

3. د باران پر وخت له چت يا پټ ځای څخه باران ته راوتل او سکواري لوستل. سکواري د اوبو سندره ده.

کله چې په آسمان کې برېښنا وپړقيږي، نو هغه وخت وايي: (دا سکواري د نغمې په څېر ده)

د ورېځو له غرهاري سره وايي: ((دا غږونه لوی رب النوع پيدا کوي))

4. پرته له ښکلولو بايد له ويالې څخه تېر نه شي.

5. تر کومه چې يې ژوند ته خطر نه وي، بحري سفر نه شي کولی او په بحري کښتۍ کې تر سورېدو دمخه بايد اوبه ښکل کړي.

6. د اوبو په ليدو به دا کلمې تکراروي: ((د سکواري د سندرې ښکلا، زما مخې ته ده))

7. د ځنګلي ژوند له تېرولو وروسته کله چې ده ته د عادي ژوند تېرولو اجازه ورکول کيږي؛ ده ته ويل کيږي، چې په يوه لوښي کې مختلف بوټي واچوي او په دواړو لاسو يې په اوبو کې ډوب کړي. تر دې وروسته دا سړی د دې توان پيدا کوي، چې باران ووروي.

دا خو د يوه سړي ځواک و، چې باران ورولی شي. پر دې سربېره داسې سيمې هم شته، چې د باران ورولو لپاره مختلفې جادويي ټوټکې کوي. د بېلګې په توګه: د روسيې په ډارپټ سيمه کې چې کله د باران اړتيا احساس شي؛ نو د وچکالۍ د له منځه وړلو په موخه د کلي درې مبارکې څېرې ځنګله ته ځي او د چنار ونې ته خيژي. يو يې لوټکه يا چايبر ډنګوي. په دې معنا چې په وريځو کې غرهار پيدا شي. دويم يې د اور لګيت تيلی لګوي، په دې هڅه چې په آسمان کې برېښنا پيدا شي او درېيم يې له لوښي څخه څلورو خواوو ته اوبه شيندي.

په دې ترتيب د باران درې واړه ترتيبات نيول کيږي. د آسمان غرهار، برېښنا او باران. ښايي چې په دې ترتيب باران وشي.

په منځني آستراليا کې يوه قبيله ده، چې اورښت لپاره حيرانوونکی کار ترسره کوي، چې آزاروونکی هم دی. دا وګړي په لوړ آواز د خپلې وچکالۍ وير کوي او د خپلو پلرونو او نيکونو له ارواوو (مورا موزا) څخه مرسته غواړي. د مورا موزا په مرسته د اورښت لپاره په پرانستي ميدان کې د (۱۲) فټو په ژوروالي او (۸) فټو په قطر يوه څاه وباسي. د څاه دپاسه تيران او لرګي داسې ودروي، چې يوه مخروطي څپره جوړه شي. دوه جادوګران چې د مورا موزا د اروا د راغوښتو کوډې ور زده دي، د خپلو دواړو مټو وروستۍ برخې د بانس (لرګي) په تېرې څنډې وهي، تر دې چې وينه يې وبهيږي. بل لور ته په ورته وخت کې د قبيلې خلک په يوې جونګړې کې سره کښيني. تر دې وروسته يو جادوګر پر ناستو خلکو خپله وينه اچوي. څه وينه پر خلکو غورځيږي او نوره يې هاخوا، دېخوا خوريږي. دا وينه د باران نښه ګڼل کيږي او پر خلکو لوېدلې وينه د ورېځو په معنا ده. د دغو چارو په اوږدو کې د جوړې شوې څپرې په منځ کې دوه غټې ډبرې د ورېځو او باران د شګون په توګه ايښودل کيږي. بيا دواړه ساحران يادې ډبرې د يو ميل په اندازه لرې وړي او په يوې لوړې ونې کې يې ږدي. په ورته وخت کې د قوم خلک جپسم (GYPSUM) (يو ډول منرالي ماده ده، چې د دېوالونو د پوښولو لپاره ترې کار اخيستل کيږي) نري کوي او د اوبو په ژرنده کې يې اچوي. د دوی په باور، لکه چې مورا موزا دا وګوري؛ نو سملاسي وريځې استوي او باران وروي.

په پای کې د قوم واړه او زاړه د زنګنو او لاسو په مرسته د څپرې پر لور خوځيږي. خپل سر له څپرې سره جنګوي، هغه لرې کوي او بل خوا ترې وځي. دا کار تر هغه روان وي، تر هغې چې څپره په بشپړ ډول رانسکوره شي. په دغو ټولو چارو کې د لاس استعمالول په کلکله منع دي.

په نيوکيلي ډونيا کې باران وروونکی جادوګر تورې جامې اغوندي. قبرستان ته ځي او پخواني مړي لوڅوي. بيا د مړو هډوکي راباسي او کوم غار ته ځي. غار ته په رسېدو جادوګر د مړي له هډوکو قفس جوړوي او ځړوي يې. د قفس لاندې (Taro) نومې ترکارۍ پاڼې غوړوي. بيا د قفس پر سر اوبه اچوي. اوبه د تارو پر پاڼو بهيږي. تر دې وروسته د اورښت انتظار پيليږي.

هماغه شان چې د باران دورېدو لپاره له مختلفو کوډو او ټوټکو څخه مرسته اخيستل کيږي، همدغه شان د اورښت د بندېدو لپاره هم له جادو څخه مرسته اخيستل کيږي.

يوه بله خبره، چې ډېره ليدل شوې ده، هغه دا ده، چې که د نړۍ په هر ګوټ کې جادو لپاره د حيواناتو د قربانۍ اړتيا پېښه شي؛ نو تور رنګي حيوانات قرباني کيږي. توره اوزه، توره چرګه، تور خوگ، توره پيشو او نور. داسې ښکاري، چې د تور رنګ او شيطاني ځواکونو تر منځ کومه ژوره اړيکه ده. د بېلګې په توګه: زموږ په سيمو کې هم پيران صاحبان کله چې د خير او خيرات مشوره ورکوي؛ نو د تور رنګه حيواناتو خبره کوي. د دې اپوټه (برعکس) سپين رنګ د سپېڅلتيا او پاکۍ نښه ګڼل کيږي.

کوډګرو له عقل او حواسو څخه وتلې نړۍ پنځولې ده. د دوی په اند چې د کايناتو په هر څيز کې واک لري. ورېځې، برېښنا، تيږه، باران، سيند او نور د دوی په واک کې دي يا د خپل سحر په مټ يې ځان ته اېل کولی شي. پايله دا ده، چې سړه او توده هوا، لمر او سپوږمۍ هم د دوی له خوښې سره سم کار کوي. جادوګر دا دعوه هم کوي، چې دوی هوا هم درولی او چلولی شي.

د هاين ټايي د قبيلې کوم استوګن که وغواړي، چې شمال ودروي؛ نو يو غټه څرمنه ونې پورې ځوړندوي. دوی عقيده لري، چې له دې کار سره د باد زور کميږي.

داسې انګېرنه هم شته، چې په توپاني بادونو کې پېريان وي، کوم چې خلک هم هوايي کوي او يا يې له منځه وړي.

دا يوه پراخه سکالو (موضوع) ده او د دې تنګې ليکنې په غېږ کې د ټولې نړۍ د دودونو او رواجونو ځايول او د کوډو د مختلفو طريقو جاجول، ناشونی دی؛ ولې تر يوه بريده به تاسو پوی شوي ياست، چې انسان څومره وهمي او کمزوری دی. له دې سره به مو دا هم احساس کړې وي، چې الله(ج) موږ په مسلمانو کورنيو کې زېږولي يو او دا د څښتن پر موږ لويه پېرزوينه ده.

د الله‎(ج) ډېر، ډېر شکر دی، چې زموږ د ټولنې پر وړاندې د مذهب تصور ډېر دروند دی. زموږ هر عبادت موږ د انسان او هغه هم د مهذب انسان د جوړېدو درس راکوي.

موږ له ډبرو، ونو او حيواناتو څخه څه نه غواړو، بلکې د ټولې نړۍ له پنځوونکي څخه يې غواړو؛ هغه هم په ډېر احترام!

1 COMMENT

  1. زه خو پوه نه شوم چی اخر جادو یعنی څه؟ د زیړی درملنه تر اوسه نه شته! که داسی وای نو په امریکا او نورو مملکتونو کی به په شفاخانو کی د ډاکټر په ځای جادوګر وای!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب