جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهترکیې له افغان سولې سره د بشپړې همکارۍ ژمنه کړې

ترکیې له افغان سولې سره د بشپړې همکارۍ ژمنه کړې

تاند(سه شنبه، د حمل ۱۰) د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر په دوشنبې کې د اسیا زړه کنفرانس په څنډه کې له حنیف اتمر سره کتلي دي.

دواړو لورو پر افغان سوله او په ترکیه کې د افغان سولې په اړه پر جوړېدونکي کنفرانس خبرې کړې دي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي تمه لري چې د اسیا زړه کنفرانس او ورپسې د ترکیې کنفرانس وکړی شي افغانستان کې د سولې سبب شي او افغانان له روانې خونړۍ جګړې را وباسي.

هغه ډاډ ورکړی چې ترکیه د سولې په مسئله کې د افغانانو ترڅنګ ولاړه ده او هڅه کوي داسې یوې پایلې ته دواړه لوري وهڅوي چې ټولو افغانانو ته د منلو وړ وي.

حنیف اتمر هم ویلي چې د افغان سولې په برخه کې د سیمې د هېوادونو همکاري اړینه ده او ویلي یې دي چې د ترکیې په غونډه کې به افغان لوری له بشپړ تیاري سره ګډون کوي.

د یادونې ده چې تېره ورځ ولسمشر غني د تاجیکستان ملي پوهنتون ته په خپله وینا کې وویل چې جګړه نامحدوده شوې او د جنګي او غیر جنګي سیمو تر منځ سرحد له منځه تللی دی.

هغه وویل، افغانستان هره ورځ جګړه تجربه کوي او د دغه هېواد تر رغونې لاندې ټول بنسټونه تر بریدونو لاندې دي.

نوموړي زیاته کړې چې د جګړې ډول بدل شوی دی، د حل لاره وسلې او مهمات نه دي، نو اړتیا ده چې له ترهګرۍ سره د مبارزې پر نورو لارو چارو فکر وشي.

نوموړي دغه راز د خپلو خبرو پر دوام اقلیمي بدلون ته په اشارې وویل چې که په جنوبي اسیا کې هوا ۲،۵ درجې نوره هم ګرمه شي نو ۱۰۰ ښارونه به د اوبو له بېساري کمښت سره مخ او تر سل میلیونه وګړي به کډوالۍ ته اړ شي.

نوموړي ټینګار کړی دی چې دا ستونزه باید جدي وګڼل شي او اړین تدابیر ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون سهار افغان ولسمشر محمد اشرف غني په دوه ورځني رسمي سفر د اسیا زړه استانبول بهیر کنفرانس کې د ګدون په موخه تاجکستان ته لاړو.

ټاکل شوې د یاد کنفرانس اصلي رسمي غونډه نن په دوشنبه ښار کې پیل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب