جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاترا په کابل کې د فرېکونسۍ د اخلال ۳۳ وسایل نیولي

اترا په کابل کې د فرېکونسۍ د اخلال ۳۳ وسایل نیولي

تاند ( سه شنبه، د حمل ۱۰مه) د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم د ادارې (اترا) مسوولان وایي،نظارتي ټیمونو يې په کابل ښار کې د فرېکونسۍ د اخلال د مخنیوي د کمپاین پرمهال  ۳۳ ریپېټرونه او بوسټرونه له اړوندو وسایلو سره نیولي دي.

یاده اداره وایي دا کمپاین د فرېکونسۍ د اخلالوونکو تجهیزاتو په اړه د ولسي خلکو له شکایتونو وروسته په لومړۍ او لسمه کې ترسره شو.

د سرچینې د معلوماتو له مخې رېپیټرونه هغه وسیلې دي چې د فرېکونسۍ نورمال او سټندرډ مسیر قطع او اخلالوي او ورسره یوازې یو یا محدود اشخاص په مشخص مکان کې د مخابراتي خدماتو نه غوره استفاده کوي.

د سرچینې په وینا د یادې وسیلې په نصبېدو سره په ټاکل شوې سیمه کې له محدودو اشخاصو پرته نور خلک له ډېرو ستونزو سره مخ وي.

د مخابراتي خدماتو د تنظیم د ادارې مسوولان وایي په دې کمپاین کې له دوی سره د کورنیو چارو وزارت هم ملتیا کوي.

د دوی په خبره کمپاین به یې دوام لري او هر هغه وسیله، چې د فرېکونسۍ د اخلال رامنځته کولو سبب ګرځي ضبط به یې کړي.

د دې سربېره څه موده وړاندې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې عمومي رئيس عمر منصور انصاري  ویلي وو، په ۱۳۹۹ کې د تېرو کلونو په څېر د مخابراتي خدمتونو او پوښښ پر وړاندې امنیتي ستونزو لوی ګواښ جوړ کړی وو چې له کبله یې ۳۰۸ مخابراتي ټاورونه په قسمي ډول یا هم ځینې یې په بشپړ ډول تخریب شوي دي.

انصاري په ټولو لوریو، ځايي مسؤلانو، قومي متنفذینو غږ وکړ چې د مخابراتي زېربناو پر وړاندې د ګواښونو له منځه وړلو کې ورسره مرسته وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب