Homeخبرونهنړیوال بانک زده کړو ته د افغان ماشومانو د لاسري لپاره ۲۵...

نړیوال بانک زده کړو ته د افغان ماشومانو د لاسري لپاره ۲۵ میلیون ډالر مرسته کوي

تاند (پنجشنبه د حمل ۱۲) نړیوال بانک په افغانستان کې لومړنیو او ثانوي زده‌ کړو ته د ماشومانو په ځانګړې توګه د نجونو د لاسري د زیاتوالي لپاره د ۲۵ میلیون ډالرو اضافي مرستې د تصویب خبر ورکړ.

نړیوال بانک نن پنجشنبه په یوه بیان کې ویلي، دا مرسته له زده‌ کړو سره د همکارۍ د نړیوال پروګرام له لارې کېږي او زیاته کړې یې ده چې له اقراء پروژې سره به په افغانستان کې د سلو نویو ښوونځیو په جوړولو کې مرسته وکړي.

په بیان کې راغلي چې دغه مرسته به د زده ‌کړو د سطحې د لوړوالي، ښوونې او روزنې ته د ماشومانو په ځانګړې توګه د نجونو د لاسرسي د زیاتوالي، د ښوونکو لپاره د روزنیزو پروګرامونو د ملاتړ او په سیمه‌ ییزه کچه د پوهنیزو پروګرامونو د کیفیت د لوړاوي لپاره ولګېږي.

په بیان کې د افغانستان لپاره د نړیوال بانک دفتر رئیس هېنري کرالي له قوله راغلي، افغانستان په تېرو دوو لسیزو کې د زده‌ کړو د کچې د لوړوالي په برخه کې ډېر پرمختګ کړی دی، خو په خبره یې چې لا هم په دغه هېواد کې ۳.۵ میلیونه ماشومان ښوونځي ته له تلو محروم دي او د افغانستان په کچه نیمایي ښوونځي مناسب تعلیمي بنسټونه نه لري.

دغه راز په بیان کې د زده‌ کړو لپاره د نړیوالې همکارۍ پروګرام اجرائیوی مشرې الیس البرایټ د نجونو په پوهنې پانګونه یو خورا اغېزمن ګام بللی او ویلي یې دي چې د نجونو زده‌ کړه د اقتصادي ودې، د ماشومانو د مړینې پېښو د مهارولو او د هغوی د ښې تغذیې لامل کېږي.

نړیوال بانک افغانستان د هغو هېوادونو په قطار کې راوستی چې زیات شمېر زیات شمېر ماشوم په کې زده کړو ته لاسرسی نه لري او زیاته کې یې ده چې د دوی په ګډون ټول پرمختیایي شریکان ژمن دي چې له افغان دولت سره زده ‌کړو ته د لاسرسي د زیاتوالي او د کیفیت د ښه‌ والي په برخه کې همکاري وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...