پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونههرات ولایت کې شپږ پولیس وژل شوي

هرات ولایت کې شپږ پولیس وژل شوي

تاند ( پنج شنبه، د حمل ۱۲) د هرات امنیتي چارواکي وایي، چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دې  ولایت په پښتون زرغون، شینډنډ او اوبې ولسوالیو باندې بریدونه کړي.

امنیتي مسوولان وایي د یادو بریدونو په پایله کې ۴ پولیس وژل شوي دي.

د هرات والي سید وحید قتالي وایي، چې طالبانو لومړۍ د شینډنډ ولسوالۍ د امنیت مدیریت ودانۍ ته نیږدې موټر بم الوځولی او وروسته یې له امنیتي ځواکونو سره نښته پیل کړې ده.

د قتالي په خبره  له دې برید سره هم هماله طالبانو په پښتون زرغون او اوبې ولسوالیو هم بریدونه کړی، چې د امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شوي دي.

نوموړی وایي په دغه برید کې امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

بل لورته د هرات د والي مرستیال نور احمد حیدري وایي، چې نن سهار په دغه ولایت کې د پولیسو پوسته کې ځای پرځای شوي ماین چاودنه کړې.

د هرات امبولانس مسوول ابراهیم محمدي وایي، چې له دغه پېښې څخه یې دوه مړي او یو ټپي روغتون ته لېږدولي.

د یادو دواړو پېښو مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...