دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+په نړۍ کې پاکه انرژۍ په چټکه عامېږي

په نړۍ کې پاکه انرژۍ په چټکه عامېږي

تاند- له یوې تازه څېړنې معلومېږي چې په نړۍ کې له پاکې یا تجدیدېدونکې انرژۍ استفاده مخ په زیاتېدو ده.

د بریتانیا ایمبر موسسه، چې له کلونو راهیسې په نړۍ کې له سکرو څخه د لږترلږه کار اخیستو لپاره هلې ځلې کوي، په خپل کالني راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۰ م کال کې د ۲۰۱۹ په پرتله د لمریزې او بادي انرژۍ تولید په سلو کې ۱۵ زیات شوی دی.

له نویو کېدونکو یا تجدیدېدونکو سرچینو د برېښنا تولید تېر کال ۳۱۴ تیراواټ ساعته زیات شوی چې د نړۍ د یوه لوی هیواد د ټولې انرژۍ له مصرف سره برابرېږي.

د دې راپور له مخې، تېر کال د نړۍ کابو په سلو کې ۱۰ برښنا لمریزه یا بادي وه چې دا د ۲۰۱۵ کال په پرتله په سلو کې څه باندې دوه برابره ده.

اوس د هند په سلو کې نژدې ۹، د چین په سلو کې نهه نیم، د جاپان په سلو کې ۱۰، د برازیل په سلو کې ۱۱، د امریکا په سلو کې ۱۲ او د ترکیې په سلو کې ۱۲ انرژي بادي یا لمریزه ده.

اروپا د لمریزې او بادي انرژۍ له نظره په نړۍ کې لومړی مقام لري دا په داسې حال کې ده چې اروپا د اسیا لو افریقا په پرتله خورا لږ لمر لري.

د جرمني په درو کې یوه برخه انرژي بادي یا لمریزه ده او بریتانیا په سلو کې ۲۹ انرژي له لمر یا باده ترلاسه کوي.

له لمر او باده ترلاسه کېدونکې انرژي چاپېریال ته خورا لږ زیان اړوي ځکه پاکه او بې ضرره انرژي ګڼل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب