شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهانتوني بلینکن یو ځل بیا د خبرو له لارې د افغان جګړې...

انتوني بلینکن یو ځل بیا د خبرو له لارې د افغان جګړې پر پای ته رسېدو ټینګار وکړ

تاند (دوشنبه د حمل ۹) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا ټینګار کړی چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې ختمېدلی شي.

انتوني بلینکن تېره ورځ له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې دوی له سیاسي لارو د افغان جګړې د ختمولو په لټه کې دي او په وینا یې چې دا جګړه یوازې د خبرو له لارې ختمېدلی شي.

بلینکن یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د ناټو له متحدینو سره به یو ځای له افغانستان څخه خپل سرتېري وباسي.

د نوموړي په خبره امریکا او ناټو یو ځای افغانستان ته تللې وو او یو ځای به په مناسبو شرایطو کې له دغه هېواد څخه ووځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بیا هم په دې هکله په واضحه الفاظو څه ونه ویل چې ایا د مۍ تر لومړۍ نېټې به خپل سرتېري له افغانستان څخه وباسي کنه، خو زیاته یې کړه چې دا صلاحیت لا هم له ولسمشر بایډن سره دی او هغه به په دې هکله پرېکړه کوي.

تازه د امریکا ولسمشر جوبایډن څو ورځې مخکې ويلي و چې ښايي د مې مياشتې تر لومړۍ نېټې پورې امريکايي ځواکونه له افغانستانه ونه ووځي.

بایډن ویلي، تخنیکي دلایل سبب کېږي چې امریکايي پوځیان د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه ونه شي وتلای. نوموړي لوژیستیکي ستونزو او په ناټو کې د امریکا د متحدانو یادونه هم وکړه.

تر دې وړاندې هم ګڼو امریکايي چارواکو او د کانګریس غړیو له افغانستانه مخکې تر دې چې په دې هیواد کې د سولې په هکله ډاډ ترلاسه شي د ځواکونو له ایستلو سره مخالفت کړی دی.

خو طالبانو ویلي چې په افغانستان کې د ناټو او غړیو هېوادونو پاتې کېدل به دغه هېواد کې جګړې لا پسې ډېرې کړي او زیاته کړې یې ده چې د دغې جګړې اصلي حل لار د دوحې تړون ته ژمن پاتې کېدل دي.

اخوا بیا افغان حکومت او امریکا په ځلونو ویلي چې طالبانو د دوحې هوکړې ته ژمن نه دي پاتې شوي او د دوحې له هوکړې یې سرغړونه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب